د ایران د کبانو محصولاتو صادرات له ۷۰۰ میلیون ډالرو څخه واوښتل
Nov 13, 2025 11:17 Asia/Kabul
پارس ټودی - د ایران د کبانو چارو ادارې مشر وایي، د دې هېواد د کبانو محصولاتو صادرات د ۴۰ سلنه ودې سره له ۷۰۰ میلیون ډالرو څخه پورته شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت مرستیال او د کبانو چارو ادارې مشر حمزه رستمپور، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کبانو محصولاتو او د اوبو ژوندیو موجوداتو د خوړو صادراتو زیاتوالي ته په اشارې وویل: د چهارمحال او بختیاري ولایت د ایران د کبانو په صنعت کې ځانګړی ځای لري او د ایران د اوبو ژوندیو موجوداتو
له ۷۰ سلنې څخه زیات خواړه په دې ولایت کې تولیدېږي.
رستمپور زیاته کړه: د چهارمحال او بختیاري قزلآلا د ملي برانډ په توګه د بدلېدو وړتیا لري.
ټیګونه