ولی امام خمینی بسیج یوه «الهی لورینه» نومولی دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167314-ولی_امام_خمینی_بسیج_یوه_الهی_لورینه_نومولی_دی
پارس تودی- بسیج یوازې یوه فوځي او یا ټولنیز ارګان نه شو بللای، بلکې باید هغه د ایران په معاصر تاریخ کې د یوې څو اړخیزې ښکارندې په توګه وجاجول شي.
(last modified 2025-11-17T08:17:49+00:00 )
Nov 17, 2025 12:45 Asia/Kabul
  • د ایران په کلیوالو سیمو کې په بیارغونې باندې لګیا ځوان بسیجیان
    د ایران په کلیوالو سیمو کې په بیارغونې باندې لګیا ځوان بسیجیان

پارس تودی- بسیج یوازې یوه فوځي او یا ټولنیز ارګان نه شو بللای، بلکې باید هغه د ایران په معاصر تاریخ کې د یوې څو اړخیزې ښکارندې په توګه وجاجول شي.

د ایران د رسمي کال هیندارې له مخې، د لړم د میاشتې له ۲۹ بیا د لیندۍ تر ۵ پورې د بسیج د اوونۍ په توګه نومول شوې ده، په همدې مناسبت د پارس تودی په دغه مطلب کې په ایران کې بسیج ته یوه کتنه کوو.

بسیج په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني ره په فرمان جوړ شو، چې د نوې انقلاب د ځان ساتنې اړتیا او د خلکو د تنظیمولو لپاره و. د امام خمیني په نظر بسیج «د الله پاکه ډالۍ» او له یوې ادارې څخه پورته، د مینې او سرشیندنې یوه ښوونځی و. دا لید بسیج یو معنوي او کلتوري مفهوم وګرځولو چې په ایراني ټولنه کې یې ریښې وغځولې.

د اسلامي انقلاب مشر امام خامنه‌اي هم بسیج له ادارې څخه زیات یوه کلتور ګڼي؛ کلتور چې پر ایمان، مسؤلیت منلو، قانون منلو او نظم ولاړ دی. دا کلتور د ادارې له چوکاټه ووت او ډېر خلک پرته له رسمي غړیتوب ځانونه بسیجي ګڼي. په حقیقت کې، بسیج یوې ډله‌ییزې هویت ته واوښت چې ریښې یې د اسلام په لومړیو کې په دود کې او د رسول الله مبارک (ص) لخوا د مسلمانانو په چمتو کولو کې لټولای شو.

بسیج د تېرو څلورو لسیزو په موده کې، بېلابېل کړچارونه درلودلې دي:

نظامي او امنیتي:

په ایران-عراق جګړه کې پراخه ګډون، د میلیونونو رضاکارانو استول او د لسګونو زرو شهیدانو او معلولینو وړاندې کول.

کلتوري:

د صالحین حلقو جوړول، د راهیان نور سفرونه او په مجازی فضا کې فعالیت د نرم ځواک تولید لپاره.

ټولنیز او خدماتي:

په ملي واکسیناسیون کې ګډون، په زلزلو او سیلابونو کې مرسته، محرومیت لرې کول او په کرونا بحران کې د اړمنو لاسنیوی.

د دې کارونو تنوع ښيي چې بسیج یوازې نظامي ځواک نه دی، بلکې د نظام ټولنیز او کلتوري بازو ګرځېدلی دی.

په پای کې، بسیج باید د یوې ټولنیز-کلتوري ښکارندې په توګه چې نظامي او خدماتي کړچار لوبوي، وڅېړل شي. دا ارګان وکولای شول چې په تاریخي سختو وختونو کې اغېزناک رول ولوبوي او په عین حال کې په یوه عام کلتور باندې بدل شو. د بسیج راتلونکی پر دې پورې اړه لري چې وکولای شي ځان د نوي نسل اړتیاوو او ټولنیزو بدلونونو سره همغږی کړي؛ ځکه چې د هغه بقا نه یوازې په اداري جوړښت کې، بلکې د ایراني ټولنې په کلتوري او معنوي ژوند کې معنا مومي.