پزشکیان: د ایران اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167356-پزشکیان_د_ایران_اټومي_پروګرام_یوازې_د_سوله_ییزو_موخو_لپاره_دی
پارس ټوډی – د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پژشکیان وایي، ایران هیڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی او د ایران ټول اټومي پروګرام د سوله ییزې اټومي انرژۍ د ظرفیتونو کارولو په چوکاټ کې دی، ترڅو د خلکو اړتیاوې په روغتیا، درملنه، صنعت، کرنه، علم او ټکنالوژۍ کې پوره کړي.
(last modified 2025-11-18T22:09:06+00:00 )
Nov 19, 2025 02:37 Asia/Kabul
  • پزشکیان: د ایران اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی

پارس ټوډی – د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پژشکیان وایي، ایران هیڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی او د ایران ټول اټومي پروګرام د سوله ییزې اټومي انرژۍ د ظرفیتونو کارولو په چوکاټ کې دی، ترڅو د خلکو اړتیاوې په روغتیا، درملنه، صنعت، کرنه، علم او ټکنالوژۍ کې پوره کړي.

«مسعود پزشکیان» د سه شنبې په ورځ د اتریش د نوي سفیر «فردریش اشتیفت» د باورلیک د منلو په مراسمو کې وویل: ځینې هېوادونه په بې بنسټه او درواغجنو ادعاګانو او پراخه تبلیغاتي فضا جوړولو سره هڅه کړې چې د ایران سوله ییز اټومي فعالیتونه بدنامه کړي، په داسې حال کې چې ایران هیڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی.

هغه وویل: د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه د سوله ییزې اټومي انرژۍ په چوکاټ کې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دی.

پزشکیان د تهران او ویانا د اړیکو د مثبتو او تاریخي شالید په یادولو سره ټینګار وکړ: د دواړو هېوادونو اړیکې تل دوستانه، رغنده او په دوه اړخیزه درناوي ولاړې وې او ایران غواړي چې په ټولو برخو کې دوه اړخیزه اړیکې ژورې او پراخې کړي.