عراقچي د اردن له مرستیال وزیراعظم سره خبرې اترې وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د اردن خارجه وزیر او د وزیراعظم مرستیال ایمن الصفدي، د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو چارواکو د ایران د ایټمي موضوع په هکله د ایټمي انرجۍ د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې او د دریو اروپايي هیوادونو د وړاندیزي پریکړه لیک په هکله صلاح مشورې وکړې.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د د شورا غونډه نن یعنې د روانې عقرب میاشتې له ۲۸ نه تر ۳۰ نیټې پورې ترسره کیږي.
د ایران او اردن خارجه وزیرانو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې همداشان د دلچسپۍ وړ برخو کښې د دواو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اهمیت، دوه اړخیزو اړیکو او د فلسطین په شمول د سیمه ایزو او همداشان د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.