عراقچي د اردن له مرستیال وزیراعظم سره خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167378-عراقچي_د_اردن_له_مرستیال_وزیراعظم_سره_خبرې_اترې_وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د اردن خارجه وزیر او د وزیراعظم مرستیال ایمن الصفدي، د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2025-11-19T02:20:00+00:00 )
Nov 19, 2025 06:48 Asia/Kabul
  • عراقچي د اردن له مرستیال وزیراعظم سره خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د اردن خارجه وزیر او د وزیراعظم مرستیال ایمن الصفدي، د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې په هکله خبرې اترې وکړې.

دواړو چارواکو د ایران د ایټمي موضوع په هکله د ایټمي انرجۍ د واکمنې شورا د راتلونکې غونډې او د دریو اروپايي هیوادونو د وړاندیزي پریکړه لیک په هکله صلاح مشورې وکړې.

د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د د شورا غونډه نن یعنې د روانې عقرب میاشتې له ۲۸ نه تر ۳۰ نیټې پورې ترسره کیږي.

د ایران او اردن خارجه وزیرانو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې همداشان د دلچسپۍ وړ برخو کښې د دواو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اهمیت، دوه اړخیزو اړیکو او د فلسطین په شمول د سیمه ایزو او همداشان د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.