عارف: د شانګهای کورنۍ فکرونه له ایران سره نږدې دي
Nov 20, 2025 14:37 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران د جمهوري رئیس لومړي مرستیال په یوه پیغام کې ویلي چې د شانګهای کورنۍ فکرونه له ایران سره ډېر نږدې دي.
محمد رضا عارف په ایکس شبکه کې لیکلي چې د ایران د بشپړ غړیتوب پروسه له ۱۳۸۰ لسیزې راهیسې پیل شوې وه، په هغه وخت کې موږ په شانګهای غونډه کې ګډون وکړ او د ناظر غړیتوب غوښتنه مو وکړه چې ښه هرکلی ورته وشو.
د شانګهای د همکاریو سازمان د لومړیوزیرانو ۲۴مه غونډه د سهشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۱۸) په مسکو کې د محمد رضا عارف په ګډون ترسره شوه.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال په دغه غونډه کې د ګډون وروسته له مسکو بیرته تهران ته را ستون شو.
ټیګونه