عراقچي: صفر سلنه غنيسازي هېڅکله نه منو
Nov 20, 2025 14:41 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي: صفر سلنه غنيسازي هېڅکله نه منو ځکه دا اوس د ملي ویاړ او غرور موضوع ګرځېدلې ده.
سید عباس عراقچي په خپل ټیلګرام کانال لیکلي: «صفر سلنه غنيسازي هېڅکله نه منو، ځکه موږ د دې لپاره ډېرې مادي او معنوي قربانۍ ورکړې او ګڼ هستهاي کارپوه شهیدان مو ورکړي او هرڅوک چې دا ومني، خیانت کوي.»
هغه زیاته کړه چې له اژانس سره یوازې د هغو تاسیساتو په اړه همکاری کوو چې بمبار شوي نه دي او په دې برخه کې ټولې چارې د اژانس د مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کیږي.
ټیګونه