عراقچي: ګاونډیان د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167536-عراقچي_ګاونډیان_د_ایران_د_بهرني_سیاست_لومړیتوب_دي
پارس ټوډی ـ  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستلو په اهمیت په ټینګار سره ویلي: موږ غواړو د ولایتي دیپلوماسۍ سیاست پلي کړو ترڅو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا زیاتې شي.
(last modified 2025-11-22T09:38:14+00:00 )
Nov 22, 2025 14:06 Asia/Kabul
  • عراقچي: ګاونډیان د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دي

پارس ټوډی ـ  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستلو په اهمیت په ټینګار سره ویلي: موږ غواړو د ولایتي دیپلوماسۍ سیاست پلي کړو ترڅو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا زیاتې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د ګاونډیو هېوادونو سره د دیپلوماسۍ پر پراختیا او په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د هڅو پر دوام په ټینګار سره وویل: په تېر یو کال یا څوارلس میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې په ډېر لوړه کچه وې. پر همدې بنسټ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان (پرته له افغانستان) ټولو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کړي او له تېر وخت څخه ډېر ښه تفاهم رامنځته شوی دی.

عراقچي زیاته کړه: اوس مهال د ایران او ګاونډیانو ترمنځ وضعیت ډېر ښه دی، خو له اقتصادي پلوه لا هم له ټولو ظرفیتونو ګټه نه ده اخیستل شوې. د دې ستونزې د حل لپاره موږ څو میاشتې مخکې «ولایتي دیپلوماسي» پیل کړې ده.

هغه وایي، د دغه چارې له مخې؛ د ایران ګاونډي هېوادونه کولای شي له ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو سره چې ډېرې ښې وړتیاوې لري، ښې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي.