ګروسي: د ایران مهمو تاسیساتو ته لاسرسی نه لرو
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس، دې ته په اشارې سره چې په ایران کې تفتیشونه بیا پیل شوي، وویل: مونږ لاهم مهمو تاسیساتو ته لاسرسی نه لرو.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس، دې ته په اشارې سره چې په ایران کې تفتیشونه بیا پیل شوي، وویل: مونږ لاهم مهمو تاسیساتو ته لاسرسی نه لرو.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي رییس رافایل ماریانو ګروسي، له ریانووستي سره په یوه مرکه کې وویل: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ایران کې تفتیشونه بیا پیل کړي دي.
ګروسي دې ته په اشارې سره چې دغه فعالیتونه ډیر محدود دي، زیاته کړه: آژانس مهمو تاسییساتو ته لاسرسی نه لري.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي له دې مخکښې د ارجنټین چاپ هسپانوي ژبې نشریې سره په خبرو کښې ویلي وو چې هڅه کوي د ایران د ایټمي دوسیې په هکله یوې پایدارې حل لارې ته ورسیږي.