لویدیځ هیوادونه ولې د خپلواکه هیوادونو پرضد له علمي اپارتائیډ استفاده کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168572-لویدیځ_هیوادونه_ولې_د_خپلواکه_هیوادونو_پرضد_له_علمي_اپارتائیډ_استفاده_کوي
په تهران کښې د دسمبر د میاشتې په شپاړسمه نیټه په یوې ملي غونډې کښې په دغه ټکي ټینګار وشو چې لویدیځ هیوادونه له علمي اپارتائیډ څخه د خپلوکه هیوادونو پرضد ګټه پورته کوي.
(last modified 2025-12-18T09:39:20+00:00 )
Dec 18, 2025 14:02 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه ولې د خپلواکه هیوادونو پرضد له علمي اپارتائیډ استفاده کوي؟

په تهران کښې د دسمبر د میاشتې په شپاړسمه نیټه په یوې ملي غونډې کښې په دغه ټکي ټینګار وشو چې لویدیځ هیوادونه له علمي اپارتائیډ څخه د خپلوکه هیوادونو پرضد ګټه پورته کوي.

په دنیا کښې د قدرت د خاوندانو لخوا له بیلابیلو اړخونو څخه د کمزورو ډلو پرضد اپارتائیډ اعمالیږي او دغه موضوع علمي ډګر ته هم غځیدلې ده.

علمي اپارتائیډ په دې معنا دی چې استکباري نظامونه له خپل سیاسي او اقتصادي قدرت څخه په ګټه پورته کولو او  په علم باندې د غیر اصولي سیاستونو په تپلو سره هڅه کوي د نړیوالې ټولنې یوه برخه له خپلو حقونو چې هماغه په بیلابیلو حوزو کښې علم، پوهې او ټیکنالوژۍ ته د رسیدا امکان دی محرومه کړي.

له دې کبله بیلابیلې بشري ټولنې له یوې علمي بې عدالتۍ او توپیر او په بل عبارت له علمي اپارتائیډ سره مخامخ دي.

علمي اپارتاییډ کومه نوي موضوع نه ده بلکې مخینه لري.

د امریکا حکومت هم په تیرو کلونو کښې د ایران د پوهنتون په استادانو او محصیلینو باندې بایکاټونه لګولي دي.

په عین حال کښې په تیرو کلونو کښې د ایران د لیکوالانو د مقالو د نه منلو لپاره په دنیا کښې د علمي مجلو په مدیرانو باندې بې ساري محدودیتونه او دباونه راوړل شوي دي.

د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم او د امریکا له دولس ورځني تپلي جنګ وروسته هم علمي اپارتائیډ زیات شوی دی.

د علمي اپارتائیډ اعمالول په داسې شرایطو کښې دي چې د ملګروملتونو د یونیسکو ملي کمیسیون د نوامبر د میاشتې لسمه نیټه علم د سولې او د پراختیا په خدمت کښې نړیواله ورځ نومولې ده چې د سولې په نوم د یوه ستر بشري ایډیل په خدمت کښې د وروستلو او د علم د عمومي کولو ، پراخولو او د دودولو په حوزه کښې د فکر د خاوندانو د نظر د تبادلې لپاره یو فرصت ووسي.

په حقیقت کښې د یونسکو له نظره علم باید د سولې ، د پراختیا، نیکمرغۍ او د انسان د کرامت او دغه راز د بشري کړاونو او دردونو د کمیدا په لاره کښې حرکت وکړي.

مهمه پوښتنه دا ده چې لویدیځ هیوادونه ولې له علمي اپارتائیډ څخه د خپلواکه هیوادونو پرضد ګټه پورته کوي او اجازه نه ورکوي علم د بشري پراختیا او د سولې په خدمت کښې ووسي؟

دغه پوښتنې ته په ځواب کښې باید ووایو چې علم نن سبا د قدرت یوه سرچینه ده.

په حقیقت کښې داسې هیواد چې په دنیا کښې د علم په حوزه کښې مخکښ وي په نړیوال نظام کښې به د رول د لوبولو او دغه راز د پراختیا او د پرمختګ امکان ولري.

هغه هیواد چې د علم خاوند وي بایکاټ نشي کیدلای، په نړیوال نظام کښې ډیره خپلواکۍ لري او د هغه پرضد به ګواښونه کم شي.

د ایران د «علامه طباطبايي» پوهنتون د علمي پلاوي غړي ډاکټر «سید جلال دهقاني فیروز ابادي» باوري دی د نړۍ موجوده نظام هیڅکله عادلانه نه دی ځکه چې قدرت محوره نظام دی او د قدرت په شخړې کښې سیالان نورو ته اجازه نه ورکوي علم او ټیکنالوژۍ لاس ته راوړي.

علم او ټیکنالوژۍ تل د هیوادونو د قدرت یوه ستنه ده.

لویدیځ هیوادونه د علمي اپارتائیډ په شمول په بیلابیلو بڼو هڅه کوي په کوچنیو او خپلواکه هیوادونو باندې دباو واچوي او د هغوې د پراختیا خنډ شي.

د لویدیځو هیوادونو ګټې په دې ډول تامینیږي.

له بلې خوا د مصنوعي ځیرکتیا رامینځته کیدل او په ننۍ دنیا کښې د شتمنۍ په تولید کښې د هغې مهم رول په نړیوال نظام کښې د علم د اهمیت ښودنه کوي.

شناندي او محققان باوري دي چې په نړیواله سویه راتلونکی چیلنج به د علم چیلنج وي چې په یوه  نړیوال جوړښت لرونکي نظام کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دی.

لویدیځ هیوادونه علم او علمي سلطه د خپلې پوځي او اقتصادي سلطې لپاره یو اوزار ګڼي او د علمي اپارتایډ لپاره هڅه علمي سلطه او علمي انحصار دی.

د ایران اسلامي جمهوریت به چې خپلواکۍ یې د خپلو سیاستونو سرلوحه ګرځولې ده له نورو هیوادونو څخه زیات له علمي اپارتائیډ سره مخام وي.

وروستۍ خبره دا چې علمي اپارتائیډ د توپیر د منع کولو په څیر له ارزښتونو سره په تضاد کښې دی خو لویدیځ هیوادونه په تیره امریکا په دغو موضوع باندې هیڅ اعتقاد نلري.