د ایران کروندې تر سټلایتي څار لاندې راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168580-د_ایران_کروندې_تر_سټلایتي_څار_لاندې_راځي
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د کرهڼیز جهاد وزیر په سټلایټ سره، د هیواد د کروندو د څار خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-12-18T10:47:40+00:00 )
Dec 18, 2025 15:15 Asia/Kabul
  • د ایران د کرهڼېز جهاد وزیر، غلامرضا نوری قزلجه
    د ایران د کرهڼېز جهاد وزیر، غلامرضا نوری قزلجه

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د کرهڼیز جهاد وزیر په سټلایټ سره، د هیواد د کروندو د څار خبر ورکړی دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د کړهنیز جهاد وزیر«غلامرضا نوری قزلجه» د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: د ایران کروندې په سټلایټ سره څارل کیږي او د کښت او کر معلومات کروندګرو سره شریکیږي. غلامرضا نوری قزلجه د کرهڼې په برخه کې د نویو ټکنالوژیو کارولو ته په اشارې سره، وویل: د ایران کروندې له یوه محصول څخه بل محصول ته په جلا توګه څارل کیږي او د کرل شویو ځمکو او تر کښت لاندې د ځمکو معلومات د څار په سیسټم کې ښکاریږي او د کښت له طریقې سره نور اړوند معلومات هم وړاندي کیږي چي دا ټوله معلومات بزګرانو ته د کښت له پلانولو سره مرسته کوي.

 د ایران د کرهڼیز جهاد وزیر ټینګار وکړ چي له نویو ټکنالوژیو څخه استفاده، منجمله د سټلایتونو له لارې څار، د زیرمو د مدیریت، د کښت د طریقې تنظمولو او د ګټې د زیاتولو په برخه کې خورا مهم رول لوبوي.