په ایراني یلدا کښې د رڼا فسټیول + انځورونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168684-په_ایراني_یلدا_کښې_د_رڼا_فسټیول_انځورونه
پارس ټوډی – په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا فسټیول د تهران په پارکِ ملت کښې د یلدا د شپې له پروګرامونو سره روان دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 22, 2025 07:21 Asia/Kabul
  • په ایراني یلدا کښې د نور او رڼاګانو فسټیول
    په ایراني یلدا کښې د نور او رڼاګانو فسټیول

پارس ټوډی – په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا فسټیول د تهران په پارکِ ملت کښې د یلدا د شپې له پروګرامونو سره روان دی.

د شب یلدا له پروګرامونو سره په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا جشنواره د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ له ۲۵ نیټې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹ نیټې به د تهران په ملت پارک کښې دوام ولري. د پارس ټوډی په دې خبر کښې درته د دې فسټیول ځیني تصویرونه وړاندې کوو.

په ایراني یلدا کښې د نور او رڼاګانو فسټیول

 

د یلدا شپه چې د لیندۍ د میاشتې(د مني د وروستۍ ورځې) له لمر پریوته نه پيلیږي او د مرغومي د لومړۍ نیټې (د ژمي د اولې ورځې) تر لمرخاته پورې دوام لري، د نوروز او چارشنبه سوري په شان د ایران په لرغوني تاریخ او کلتور کښې جرړه لري.

په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا فسټیول

 

«یلدا» کلمه له سُریاني ژبې اخیستل شوې ده او د «زوکړې» معنا ورکوي. دا جشن زرګونه کاله لرغونوالی لري. ځینو لرغون پيژاندو په ایراني میاشتو پورې اړونده کولالي لوښو او حیواني نقشونو باندې په استناد سره، د یلدا مخینه تر اووه زره کاله پخوا پورې اندازه لګولې ده.

په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا فسټیول

 

په یلدا کښې یو غوره رسم د ستر ایراني شاعر حافظ د شعرونو له دیوان څخه د فال کتل دي. د کورنۍ یا غونډې مشر د حافظ دیوال خلاصوي او غوره شوی غزل لولي او تفسیر یې کوي. د حافظ زیاتره اشعار عاشقانه او هیله مندوونکې محتوا لري په هم دې وجه یې فالونه زیاتره خوشالوونکي وي.

په ایراني یلدا کښې د نور او رڼا فسټیول