د وینزوئلا خارجه وزیر:
له ایران څخه مو د ملاتړ پیغام تر لاسه کړی
-
د وینزوئلا خارجه وزیر
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له ټلفوني اړیکې څخه وروسته، د ونزوئلا خارجه وزیر ایوان ګیل اعلان وکړ چي په دې خبرو اترو کې د امریکا لخوا د یرغل په وړاندې له ونزوئلا سره د ایران د حکومت او د ولس ملاتړ پیغام ترلاسه شو.
ایوان ګیل په خپل ټویټري حساب کې ولیکل: ایران غواړي چې سیمه یو ځل بیا له کړکیچ څخه پاکه شي او سوله پکې ټینګه شي او بریدونه او ګواښونه ودریږي او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمنې سیلیا فلورس خوشي شي او خپل وطن ته ستانه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر ایوان ګیل د شنبې په شپه په یوه ټیلیفوني تماس کې په ونزوئلا باندې د امریکا له یرغل وروسته د رامینځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې.
عراقچي په ونزوئلا باندې د امریکا د یرغل او د دې هېواد د قانوني ولسمشر او د هغه د مېرمنې د تښتولو غندنه وکړه، دغه اقدام یې د دولتي تروریزم څرګند مثال او د ونزوئلا د ولس پر حاکمیت او ملي ارادې ښکاره تېری وبللو او د ونزوئلا د خلګو له خوا له ټاکل شوي حکومت څخه په ملاتړ باندې ټینګار وکړ.