کییف په لنډمهاله توګه خالي کیږي
Jan 10, 2026 10:40 Asia/Kabul
-
په کي یف باندې د ماسکو د شپې حمله
پارس ټوډی – د یوکرین د پلازمینې ښاروال د کي یف له خلکو وغوښتل چې د ګرمایشي سیسټم د غوڅیدو په وجه دې په لنډمهاله توګه له ښاره ووځي.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو د انرچۍ په زیربناو باندې د ماسکو د بریدونو له امله ګرمایشي سیسټم ته د دغه ښار د خلکو د لاسرسۍ له غوڅیدو وروسته، له هغوي وغوښتل چې «په لنډمهاله توګه» له ښار نه ووځي.
له دې مخکښې د یوکرین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ادعا کړې وه چې په کي یف باندې د ماسکو په شپنۍ حمله کښې د قطر سفارت ته تاوان رسیدلی دی.
هغه همداشان دغو بریدونو ته د نړیوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه وکړه.
د یوکرین د کورینو چارو وزیر هم د یو پيغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې په کيیف باندې د ماسکو د شپې له خوا بریدونو کښې لږترلږه ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ټیګونه