د ایران او مصر  خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169552-د_ایران_او_مصر_خارجه_وزیرانو_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل مصري همرتبه سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې وکړې
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 15, 2026 03:52 Asia/Kabul
  • د ایران او مصر  خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل مصري همرتبه سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې وکړې

د ایرنا په لیکنه، سید عباس عراقچي بیګا ماښام د مصر له خارجه وزیر بدر عبدالعاطي سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د سیمې او نړۍ د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هیواد کښې د تیرو څو ورځو پيښو او په بهر پورې د پیئلو تشدد غواړو عناصرو له خوا د تاوتریخوالي په لور د خلکو د صلحه ایزو اعتراضونو بوول چې له امله یې ګڼ ایراني وګړي شهیدان شول، خپل مصري همرتبه ته د دغو شخړو او په کښې د بهرنۍ مداخلې په اړه معلومات ورکړل.

عراقچي همداشان د امریکايي چارواکو راپاروونکې څرګندونې چې د ایران په کورنیو چارو کښې ښکاره لاسوهنه ګڼله کیږي، په کلکه وغندلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرو څو ورځو د ترهګرو پيښو په وړاندې د ایران د ولس په هوښیارۍ او یووالي باندې په ټینګار سره د هیواد د ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې لپاره او د هر ډول بهرني دخالت او شرارت خلاف د خلکو په هوډ باندې ټینګار وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر هم د ترهګرو پيښو له رامینځته کیدو د خواشینۍ پّ څرګندولو سره، د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت په لړ کښې د سیمې د ټولو هیوادونو د نزدې صلاح مشورو او ګډو هلوځلو په اهمیت ټینګار وکړ.