د امریکا د ګواښونو په وړاندې د ایران دفاعي مشروعیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170032-د_امریکا_د_ګواښونو_په_وړاندې_د_ایران_دفاعي_مشروعیت
په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني ټینګار وکړ: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، باید هغه تېروتنې چي امریکا یې ترسره کوي، په زغرده او د نوم په یادونې سره بیان کړي.
(last modified 2026-01-27T09:19:30+00:00 )
Jan 27, 2026 13:26 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی ایرواني
    په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی ایرواني

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني ټینګار وکړ: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، باید هغه تېروتنې چي امریکا یې ترسره کوي، په زغرده او د نوم په یادونې سره بیان کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازي او سفیر «امیرسعید ایروانی» د ایران پر ضد د امریکا د پرله پسې ګواښونو په غبرګون کې وویل: امریکا په دوامداره توګه هغه هېوادونه چې خپلواک حکومتونه لري ګواښي ، ورباندې برید کوي او ځمکه یې لاندې کوي.

 ایروانی زیاته کړه: ټرمپ په ښکاره او په پرله پسې توګه ایران ته د زور کارولو او د پوځي لاسوهنې ګواښ کوي.

په وروستیو کلونو کې، د ایران په شمول د ځینو هیوادونو په خلاف د امریکا د یو اړخیزو ګواښونو او اقداماتو له امله رامنځته شوي کړکېچونه، یو ځل بیا د نړیوالو حقوقو د اصولو د رعایتولو ضرورت او د ملګرو ملتونو د سازمان کردار ته د هغو خپلواکو هېوادونو پام جلب کړی چې د سپینې ماڼۍ د یو اړخیزتوب مخالفت کوي.

 په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي څرګندونې، چې په کې د «امریکا د سرغړونو» پر وړاندې د امنیت شورا د پرېګنده غبرګون په اړتیا ټینګار شوی، د دې موضوع د حقوقي، سیاسي او بنسټیزو اړخونو د څېړنې لپاره مناسب زمینه برابره کړې ده.

 

نړیوال نظام پر هغو اصولو بڼه اخیستې ده چې موخه یې د سولې ساتنه، د جګړې مخنیوی او د هېوادونو د حاکمیت درناوی تضمینوي.

 د ملګرو ملتونو منشور، ګواښ یا د زور کارول منع کړي دي.

 سره له دې، په عمل کې د لویو قدرتونو چلند په ځانګړي ډول د امریکا چلند تل د بحث او ننګونې لامل شوی دی.

 په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي وروستي څرګندونې د دې ننګونو یوه بېلګه وړاندې کوي او د نړیوالو بنسټونو په رول او اغیزمنتیا د بیاکتنې ضرورت څرګندوي.

د پوځي اقدام ګواښ، حتی که عملي هم نه شي، د نړیوالو حقوقو له نظره د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې په توګه ګڼل کېدای شي.

 د ایران د استازي په وینا کې ټینګار شوی چې د دې هېواد د ولسمشر «ډونالد ټرمپ» په ګډون د امریکا چارواکو څو ځله ایران ته د پوځي اقدام ګواښ کړی دی. داسې ګواښونه، که د امنیت شورا له اجازې پرته یا د جایزې دفاع په اساس نه وي، د نړیوالو حقوقو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سولې او نړیوال امنیت د ساتنې اصلي مسئول بلل کیږي.

 له همدې امله، د زور د کارولو هر ډول ګواښ باید په دې شورا کې وڅېړل شي.

 د ایران استازي ټینګار کړی چې شورا باید «د امریکا سرغړونې په اصلي نوم» مطرح کړي.

 

په دې لاره کې یو له اصلي خنډونو څخه د امنیت شورا جوړښت او د ویټو د حق شتون دی.

 دغه جوړښت د دې لامل کیږي چې قدرتمن هیوادونه  په عمل کې د دې شورا له اغیزمنې څارنې څخه خوندي پاتې شي. په دې موضوع څو ځله د بېلابېلو هیوادونو لخوا نیوکه شوې او د امنیت شورا په جوړښت کې د اصلاح بحث یې پیاوړی کړی دی.

 د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو رعایت، د زور د کارولو له ګواښ څخه مخنیوی او د نړیوالو بنسټونو د بې پرېتوب تضمین، د سولې او نړیوال امنیت د ساتنې لپاره ضروري ده.

 په دې منځ کې، امنیت شورا باید فعال رول ولوبوي او د قوانینو د انتخابي پلي کولو څخه ډډه وکړي.

 یوازې په داسې شرایطو کې کېدای شي د نړیوال نظام د اغیزمنتیا او مشروعیت هیله ولرو.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ګواښونو په وړاندې، څو ځله پر خپل «طبیعي او قانوني حق» ټینګار کړی دی چې د مقابلې او دفاع حق لري.

 دغه دریځ د نړیوالو حقوقو اصولو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو منشور، پر بنسټ ولاړ دی.

 د ایران د چارواکو له نظره، د امریکا ګواښونه د ملګرو ملتونو له منشور څخه څرګنده سرغړونه ده، او ایران د جایزې دفاع حق، د ملي حاکمیت اصل او د زور د کارولو د ګواښ ممنوعیت په بنیاد اجازه لري چې د امریکا ګواښونو ته غبرګون وښیي.

 

د ایران اسلامي جمهوریت همدارنګه د ملي حاکمیت د اصل او د خپل سیاسي خپلواکۍ د ساتنې په اړتیا ټینګار کوي او د امریکا ګواښونه د دې اصولو لپاره یوه ننګونه ګڼي.

 برسېره پر دې، په بېلابېلو سیمو او هیوادونو کې د امریکا د نظامي مداخلې تاریخي مخینې ته په کتو سره، د ایران له نظره، اوسني ګواښونه حقیقي او د پام وړ بلل کیږي او د مخنیوونکو سیاستونو د غوره کولو اړتیا پیاوړې کوي.

 

په ټول  کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو له نظره، د امریکا له ګواښونو سره مقابله نه یوازې یو حق دی، بلکې د ایران د ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتنې لپاره یوه نه انکارېدونکې دنده ده؛ یو داسی حق چې د ملګرو ملتونو منشور یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې ورڅخه دفاع کېدای شي.