جنرال موسوي: د سیمه ایز جنګ پایلې د امریکې په غاړه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170516-جنرال_موسوي_د_سیمه_ایز_جنګ_پایلې_د_امریکې_په_غاړه_دي
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې یې د امریکې په غاړه دي.
(last modified 2026-02-08T10:39:33+00:00 )
Feb 08, 2026 15:07 Asia/Kabul
  • جنرال موسوي: د سیمه ایز جنګ پایلې د امریکې په غاړه دي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې یې د امریکې په غاړه دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، جنرال سید عبدالرحیم موسوي د پوځ د هوايي او دفاعي ځواک د یوه ډله قومندانانو او کارکوونکو په کتنه کښې چې د سلواغې د نولسمې یعنې د هوايي ځواک د ورځې په مناسبت ترسره شوه، د شعبانیه جشنونو او د سباوون د لسیزې په مبارکۍ سره وویل: د لوې خدای شکر کوم چې سږ کال د سلواغې د نولسمې په دستورو کښې د ټولو قواو د معظم قومندان په استازیتوب ګډون کوم.

هغه زیاته کړه: کومه لاره چې هوايي ځواک غوره کړې ده، سمه لاره ده. ان شاء ا... چې د خدای تعالی په مرسته او د پوځ په ملاتړ سره به دې نوراني لارې ته په لاډیر قوت سره دوام ورکړو.

د وسله والو ځواکونو لوې درستیز څرګنده کړه: د پوځ هوايي ځواکونو په اته کلنې مقدسې دفاع کښې ثابته کړه چې د امریکايي صلاحکارانو له شتون پرته په لاپیاوړې او لاخلّاقه توګه او په ځان باندې په لاډیر اعتماد او په پياوړې ارادې او ایمان سره، په هر دښمن باندې په هره سویه برلاسي کیدې شو.

جنرال موسوي وویل: له مقدسې دفاع وروسته یو بل جنګ پیل شو، د بندیزونو جنګ، د محدودیتونو جنګ، د کمښتونو جنګ، خو ایرانۍ اراده ختمه نه شوه او پر ځان بسیاینه پیل شوه، ځايي پوهه رامینځته شوه او هوايي ځواکونه په پوه بنسټه ځواک بدل شول او ثابته یې کړه چې طاقت، په نورو پورې په پیئلتیا کښې نه دی بلکې په تجربې، ایمان، هوډ، پوهې او د هغو ځوانانو په انقلابي روحیي کښې دی چې له اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع وروسته په هغه ویاړمن بیعت کلک ولاړ دي.

د ایران د پوځ لوې درستیز وویل: په ۱۲ورځني تپلي جنګ کښې هم د شیطانانو له ائتلاف سره سره، د پوځ د هوايي ځواکونو دافع هوا وښودله چې هغه بیعت په خپل ځاې مضبوط پاتې دی او د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د ۱۹ نیټې روحیه لاهم ژوندۍ ده او نښه یې، له دښمن سره د جنګیدو لپاره د تقاعد شویو ځواکونو په ټینګار سره راستنیدل وو.