د ایران دفاع وزیر: له خپلواکه او انقلاب هیوادونو سره اړیکې پراخیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171058-د_ایران_دفاع_وزیر_له_خپلواکه_او_انقلاب_هیوادونو_سره_اړیکې_پراخیږي
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې په لویدیځه افریقا سیمه په تیره بیا بورکینافاسو کښې له خپلواکه او انقلابي هیوادونو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ.
(last modified 2026-02-23T07:57:49+00:00 )
Feb 23, 2026 12:24 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر: له خپلواکه او انقلاب هیوادونو سره  اړیکې پراخیږي

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې په لویدیځه افریقا سیمه په تیره بیا بورکینافاسو کښې له خپلواکه او انقلابي هیوادونو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ.

پارس ټوډی سایټ  د مهر خبري  اژانس په قول راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» په تهران کښې  د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژيم د ناوړه اقدام په غندلو او د ایران دفاع وزیر ته د تسلیت او د خواخوږۍ د پیغام په استولو کښې د بورکینافاسو د حکومت د دریځونو قدرونه وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په خارجي او دفاعي سیاست کښې د  افریقا د لوې وچې او په تیره بیا د دغه لوې وچې د خپلواکه هیوادونو اهمیت او ځایګي ته په اشارې سره په لویدیځې افریقا سیمې کښې له خپلواکه او انقلابي هیوادونو  په تیره بیا له بورکینافاسو سره د اړیکو د پراختیا د اصولي سیاست په غوره کولو ټینګار وکړ.

 د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې دغه راز  د بورکینافاسو، د نیجر او د مالي په شمول د ساحل سیمې انقلابونه د استعماري سیاستونو پرضد یو ولسي حرکت وباله او د لویدیځو هیوادونو د دباونو په مقابل کښې د ساحل اتحادیې په جوړولو کښې د دریو دریو هیوادونو د ستاینې وړ  اقدام او په ګډه د کار کولو زیاتیدا ته اشاره وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر بریدجنرال «عزیز نصیر زاده» د بورکینافاسو د حکومت، جنګ او له وطن د دفاع وزیر جنرال «سلستین سیمپوره» سره په کتنه کښې په دوام کښې د بورکینافاسو د واکمنۍ او خپلواکۍ د داغي کولو په هدف سره د لویدیځو هیوادونو د دسیسې دوام ته په اشارې سره له خپلواکه هیوادونو د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ.

په دولس ورځني جنګ کښې د ایران د خلکو د مقاومت درنښت کوو

د بورکینافاسو د حکومت ، د جنګ او د وطن د دفاع ویز جنرال سلستین هم د ایران د اسلامي جمهوریت له دفاع وزیر سره په کتنه کښې د ایران له ملت سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د دولس ورځني جنګ د شهیدانو په احترام  کولو سره د ایران خلک وستایل او ډاګینه یې کړه: د ایران د خلکو د مقاومت ستاینه کوو چې د خپل هویت او خپلواکۍ دفاع یې وکړه او خپل هیواد یې د امپریالیزم د سلطه ګریو په وړاندي سالم وساته.

هغه وویل باوري یم دنیا کولای شي په یوې بشپړه سولې کښې ووسي، که چیرې د هیوادونو ترمینځ د سلطه ګرۍ اړیکې ماتې شي او عدالت او سولې ته ډیره فضا ورکړل شي.