د ایران د درملو په وړونکي الوتکې برید جنګي جنایت دی
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران په مشهد هوايي ډګر کښې د ایران د درملو او د طبي تجهیزاتو په وړونکي غیر پوځي الوتکې باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم حملې ته په غبرګون کښې د ایران د الوتکو د ادارې بیانیه په دې ډول ده:
په بشر دوستانه ماموریتونو کښې په غیر پوځي الوتکو باندې بریدونه د الوتکو د نړیوالو مقرراتو ښکاره خلاف وررزۍ او د بشر دوستانه حقوقو له اصولو سره توپیر دی.
د کال نولس سوه څلورڅلویښتم میلادي کال د شیکاګو او د کال نولس سوه یواویایم میلادي کال کښې د مونټرال د کنونشنونو پراساس د غیر پوځي الوتکو د امنیت پرضد هر ډول اقدام د هوايي چلند په حوزه کښې د نړیوالو مجرمانه اعمالو په لیکه کښې ګڼل کیږي.
دغه راز د جینیوا د کنونشنونو د لومړي الحاق د پروټوکول د دوه پنځوسمې مادې پراساس د بشر دوستانه مرستو د وړونکو الوتکو په شمول په غیر پوځي هدفونو باندې بریدونه جنګي جنایت ګڼل کیږي.