د لبنان خلکو ته د اوربند په هکله د حزب الله پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172094-د_لبنان_خلکو_ته_د_اوربند_په_هکله_د_حزب_الله_پیغام
پارس ټوډی- د لبنان حزب الله غورځنګ د اوربند په هکله، د دې هیواد خلګو ته یو پیغام صادر کړ.
(last modified 2026-04-18T04:37:05+00:00 )
Apr 18, 2026 09:04 Asia/Kabul
  • د لبنان خلکو ته د اوربند په هکله د حزب الله پیغام

پارس ټوډی- د لبنان حزب الله غورځنګ د اوربند په هکله، د دې هیواد خلګو ته یو پیغام صادر کړ.

د پارس ټوډی له راپور سره سم، د امریکا د ترهګر حکومت د مشر ټرمپ له لورې په لبنان کې د اوربند اعلان او د صهیونیست چارواکو له خوا د هغه تائید، وروسته، د لبنان حزب الله غورځنګ یوه اعلامیه صادره کړه.

د حزب الله غورځنګ په دې اعلامیه کې د لبنان د جنوب له مبارزو خلګو څخه وغوښتل چي د صهیونیست رژیم له لورې خلافورزیو او یرغلونو او جنایاتو ته په کتو سره، د اوربند تر تثبیت پورې دې سیمې ته راستون نه شي.

حزب الله د لبنان مقاوم ولس ته په خطاب کې زیاته کړه: پوهیږو چي تاسو خپلو کلیو او کورونو ته د راستنېدو لپاره شوق لری او ستاسو د دې زړه وړتیا قدرونه کوو، لیکن ستاسو د سلامتیا په خاطر، اوس یو څه صبر او زغم غوره کړئ.