امریکا د ایران په اړه روښانه ستراتېژي نه لري
پارس ټوډې - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله ونډي شرمن، د «ډونالډ ټرمپ» د حکومت له خوا د ایران پر ضد د جګړې د مدیریت پر څرنګوالي نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې واشنګټن روښانه ستراتیژي او منظم د پرېکړه کولو بهیر نه لري او ډیپلوماسۍ ته له بېرته ستنېدو پرته اوسنی بحران نه حل کېږي.
ونډي شرمن کلونه د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مذاکراتي لوري کې وه، هغه مذاکرات چې په پای کې د ۲۰۱۵ کال د جامع اټومي تړون، چې په برجام مشهور دی، د لاسلیک لامل شول. هغه تړون چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د تاریخ تر ټولو بد تړون وباله او د نتانیاهو او د صهیونیزم د لابي تر فشار لاندې په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت. اوس په امریکا او اروپا کې ډېری کارپوهان دا مني چې برجام د ایران د اټومي پروګرام د ارزونې او څارنې لپاره تر ټولو ښه تړون وو. که برجام پاتې شوی وای، د لوېدیځې آسیا سیمه به له دې ټولو بحرانونو، بېثباتۍ او د صهیونیسټانو او امریکا له جنایتونو سره نه مخ کېدله. د ایران پر وړاندې د ټرمپ او نتانیاهو تر ټولو مهمه پلمه، د ایران د سولهییز اټومي پروګرام موضوع ده. البته د ایران اټومي پروګرام یوازې یوه پلمه ده، څو د امریکا او صهیونیسټي رژیم دښمنۍ او بریدونو ته مشروعیت ورکړي، چې اصلي هدف یې د اسلامي جمهوریت نسکورول او د ایران تجزیه ده. خو د دې تېري پر وړاندې د ایران غافلګیر کوونکی غبرګون او په سېمه کې د امریکا د ټولو اډو په نښه کول، د سیمې سیاسي او امنیتي معادلې بدلې کړې دي. اوس ټرمپ دا تصور لري چې کولای شي د پوځي ګواښ تر څنګ، د ایران د سمندري محاصرې او اقتصادي فشار له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې د ۴۰ ورځني جګړې له لارې یې ترلاسه نه کړل. هغه د دې تېریو د مشروعیت لپاره تل وایي چې نه غواړي ایران اټومي وسله ولري. دا په داسې حال کې ده چې ایران هېڅکله د اټومي وسلې په لټه کې نه وو او د ټرمپ له خوا له برجام څخه تر وتلو مخکې د نړیوالو ادارو تر سختې څارنې لاندې وو.ونډي شرمن او د امریکا ګڼ نور پېژندل شوي سیاستوال او کارپوهان لکه مرشایمر او ریچارد هاس، له هغه تجربو چې له ایرانیانو سره د خبرو او مذاکراتو په تړاو یې لري، پر ایران د ټرمپ برید ناکام او د امریکا لپاره لګښتمن بولي او لا هم ډیپلوماسي له دې بحران څخه د امریکا د وتلو تر ټولو غوره لاره ګڼي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې د امریکا د جګړې د وزیر«پیټ هېګسټ» د خبرو په اړه، چې د امریکا د پوځي عملیاتو د بریالیتوب ادعا یې کړې وه، وویل: «هېګسټ وایي پوځ فوقالعاده کار کړی او خپلو موخو ته رسېدلی، خو په حقیقت کې اوس د هرمز تنګي د کنټرول او د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې تر منځ یو بندون رامنځته شوی دی.» شرمن همدارنګه ټینګار وکړ چې فکر نه کوي پر ایران د امریکا بیا برید دې د تهران محاسبې بدلې کړي او یا دا بندون ختم کړي. هغې د برجام د مذاکراتو له دورې سره د اوسني وضعیت په پرتله کولو سره وویل: «د برجام د مذاکراتو پر مهال امریکا ښه مذاکره کوونکي او کارپوهان لرل او د پرېکړه کولو بهیر هم معقول وو، خو اوس د ټرمپ په حکومت کې داسې وضعیت نشته.»ونډي شرمن د ټرمپ د حکومت پر هغه تګلارې هم نیوکه وکړه چې غواړي ایران تسلیم کړي او ویې ویل: «ټرمپ فکر کوي چې کولای شي په دوامداره توګه ایران مجازات کړي او په پای کې به امریکا تر ایران ډېر زغم ولري، خو لکه څنګه چې ډېرو شنونکو ویلي، دا تصور سم نه دی.» د اوربند په موده کې او د مذاکراتو په هغه پړاو کې چې د امریکا او ایران ترمنځ په اسلامآباد کې ترسره شوی، ټرمپ لا هم د ایران د بشپړې تسلیمۍ په لټه کې دی. د ونډي شرمن، مرشایمر او ریچارد هاس په څېر کسانو څو ځله دا خبره کړې چې د امریکا پر وړاندې د ایران تسلیمېدل یوازې یو خیال دی.د ونډي شرمن او د ټرمپ د نورو منتقدو سیاستوالو او کارپوهانو د نیوکو مهم ټکی دا دی، چې له روښانه ستراتیژۍ پرته جګړه، ګډوډې او غیر تخصصي پرېکړې، او په مذاکراتو کې په سپکاوي شرطونو باندې ټینګار ښيي چې، امریکا نه یوازې خپلو موخو ته نږدې شوې نه ده، بلکې په داسې بندون کې راګیره شوې، چې یوازینۍ د خلاصون لاره یې واقعي ډیپلوماسۍ ته ژر بېرته ستنېدل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د متقابلو ګامونو منل دي. ایران د باور جوړونې لپاره د خبرو او تړون په موخه، لومړی د جګړې پای او دایمي سولې غوښتنه کوي.