مخبر: ټرمپ د یوه بایلوونکې په توګه بیجینګ ته به سفر وکړي
May 06, 2026 11:48 Asia/Kabul
-
د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار جوته کړه: په هرمز تنګی کې د شخړو زیاتوالې او د ایران په وړاندې د ماتې دوام د امریکا د ولکې د کمزورتیا لامل شوې ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار محمد مخبر په ټولنیزو رسنیو کې په خپله پانه کې د دې په بیانولو سره چي په هرمز تنګی کې د شخړو زیاتوالې او د ایران په وړاندې د ماتې دوام د امریکا د ولکې د کمزورتیا لامل شوې ده، ولیکل: ختیځ محور خپل تاریخي هویت ته ورستون شوی دی او د سیمې د نوې جیوپولیټیک د طرحه کولو لپاره پلان لري.
هغه زیاته کړه: ټرمپ به د یوه بایلونکی په توګه بیجینګ ته سفر وکړي او باید د بریالي حالت د غوره کولو په ځای، د ختیځ له لیدلورې څخه د غربي تمدن ځوړتیا ته وګوري.