مخبر: ټرمپ د یوه بایلوونکې په توګه بیجینګ ته به سفر وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172590-مخبر_ټرمپ_د_یوه_بایلوونکې_په_توګه_بیجینګ_ته_به_سفر_وکړي
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار جوته کړه: په هرمز تنګی کې د شخړو زیاتوالې او د ایران په وړاندې د ماتې دوام د امریکا د ولکې د کمزورتیا لامل شوې ده.
(last modified 2026-05-06T07:22:57+00:00 )
May 06, 2026 11:48 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار
    د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار

پارس تودی- د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار جوته کړه: په هرمز تنګی کې د شخړو زیاتوالې او د ایران په وړاندې د ماتې دوام د امریکا د ولکې د کمزورتیا لامل شوې ده.

د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار محمد مخبر په ټولنیزو رسنیو کې په خپله پانه کې د دې په بیانولو سره چي په هرمز تنګی کې د شخړو زیاتوالې او د ایران په وړاندې د ماتې دوام د امریکا د ولکې د کمزورتیا لامل شوې ده، ولیکل: ختیځ محور خپل تاریخي هویت ته ورستون شوی دی او د سیمې د نوې جیوپولیټیک د طرحه کولو لپاره پلان لري.

هغه زیاته کړه: ټرمپ به د یوه بایلونکی په توګه بیجینګ ته سفر وکړي او باید د بریالي حالت د غوره کولو په ځای، د ختیځ له لیدلورې څخه د غربي تمدن ځوړتیا ته وګوري.