بقائی: په سیمه کې د امریکا حضور د ناامنی چینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172594-بقائی_په_سیمه_کې_د_امریکا_حضور_د_ناامنی_چینه_ده
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په فارس خلیج کې د ایران له ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل چي د سیمې له بهر قدرتونو څخه د امنیت د تر لاسه کولو له هلوځلو څخه لاس واخلي او ټینګار وکړ چي ایران له خپلو ګاونډیانو سره هیڅ دښمني نه لري.
(last modified 2026-05-06T08:43:35+00:00 )
May 06, 2026 12:44 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
    د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په فارس خلیج کې د ایران له ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل چي د سیمې له بهر قدرتونو څخه د امنیت د تر لاسه کولو له هلوځلو څخه لاس واخلي او ټینګار وکړ چي ایران له خپلو ګاونډیانو سره هیڅ دښمني نه لري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند «اسماعیل بقایی» له پرس ټي وي سره په خبرو کې په فارس خلیج کې د ایران ګاونډیانو ته په خطاب کې په سیمه کې له پردیو د امنیت د غوښتلو په هکله خبرداری ورکړ او وویل: «په سیمه کې د امریکا فوخي حضور یوازې د ناامنیو سرچینه ده او د امریکایي اډو کوربه هیوادونه له خطر سره مخامخوي.»

د پارس تودی له راپور سره سم، بقائي دې ته په اشارې سره چي د امریکا فوځي اډې په سیمه کې د حقیقي امنیت د تامینولو په ځای په دوامداره توګه د سیمې هیوادونه له غیرضروري خطراتو سره مخامخوي، ټینګار وکړ: د امریکا فوځي حضور له ناامنیو ماسېوا بله پایله نه لري.

بقائي د سیمې له هیوادونو څخه وغوښتل چي رغنده خبرې اترې او ګډ سیمه ایز مکانیزمونه دې د امنیت د ټینګښت لپاره، په نظر کې ونیسي او ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره هیڅ ډول دښمني نه لري او د ملي حاکمیت او مشترکو ګټو په بنیاد د محترمانه اړیکو د ټینګولو په اصل او متقابلو ګټو باندې ټینګار کوي

بقائي د بهرنیانو د یرغل په وړاندې له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت کلکې ارادې ته په اشارې سره، وویل: « ایرانیان هیڅکله د فشار په وړاندې نه تسلیمږي او د ایران دفاعي اقدامات په بشپړه توګه د امریکایانو د اډو او تاسیساتو په وړاندې دي چي په فعاله توګه په ایران باندې په برید کې کارول کیږي او دا دفاعي اقدامات د سیمې د هیوادونو په خلاف نه دي.

بقائي د ایران او امریکا د مذاکراتو په هکله ټینګار وکړ: د ایران اوسنی لومړیتوب روښانه دی، اوس مهال، د ایران تمرکز د جنګ په ختمولو باندې دی، ځکه چي دا موضوع د ټولې سیمې، ایران او نړیوالې ټولنه اندېښنه ده.