جنرال شیخ: د ایران تمدن له مینځه تلونکی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172602-جنرال_شیخ_د_ایران_تمدن_له_مینځه_تلونکی_نه_دی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د اجرایوي چارو مرستیال د دې په بیانولو سره چي د ایران د نابودی په هکله لویې لویې خبرې یوه استراتیژیکه تېروتنه ده، جوته کړه: ایران یو تمدن دی او تمدن، هیڅکله په بمونو سره، نه الوزول کیږي.
(last modified 2026-05-06T09:06:44+00:00 )
May 06, 2026 13:35 Asia/Kabul
  • جنرال «علیرضا شیخ» د ایران د فوځ د اجرایوي چارو مرستیال
    جنرال «علیرضا شیخ» د ایران د فوځ د اجرایوي چارو مرستیال

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د اجرایوي چارو مرستیال د دې په بیانولو سره چي د ایران د نابودی په هکله لویې لویې خبرې یوه استراتیژیکه تېروتنه ده، جوته کړه: ایران یو تمدن دی او تمدن، هیڅکله په بمونو سره، نه الوزول کیږي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د اجرایوي چارو مرستیال د ایران د ولس دښمنانو ته خبرداری ورکړ او وویل: هغوی دې د ایران د ولس او د وسله والو ځواکونو مخینې ته وګوري، بیا دې د ایران په هکله خبره وکړي. زمونږ تمدن ته وګورئ، زمونږ تاریخ ته، زمونږ جغرافیې ته، بیا د ایران په هکله خبره وکړئ.

هغه زیاته کړه: د ایران د نابودی په هکله غټي غټې خبرې او دا شان نورې ویناوې، یوه استراتیژیکه تېروتنه ده، دښمن دا ولس، تاریخ او تمدن سره نابلده دی.

جنرال شیخ ټینګار وکړ: ایران له تاسیس را په دې خوا، تل په بدلونونو او جنګونو کې ښکېل پاته شوی، لیکن تل پاتې ده او تل به پاته هم شي. ایران بریالی دی او بریالی به هم وي، ځکه چي ایران یو تمدن دی او تمدن، هیڅکله په بمونو، نه الوزول کیږي.