بقائی: امریکا لاهم د اسرائیل رژیم په جوړ شوی ذهنیت پاتې ده
-
د ایران د خارجه وزارت ویاند
پارس تودی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: امریکایي لورې څه ناڅه لاهم د اسرائیل رژیم له خوا د جوړ شوی ذهنیت په بنیاد ټینګار کوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقائی په یوه خبري غونډه کې د ټرمپ او نتانیاهو د خبرو او د ایران د طرحې په وړاندې د هغوی د غبرګون په اړه وویل: یواځینی شی چې موږ غوښتنه کړې، د ایران مشروع حقونه دي. آیا د ایران غوښتنه چې جګړه پای ته ورسوي او د ایران د کښتیو پر ضد سمندري غلا بنده کړي، د ایران غوښتنه چې د ایران خلکو پورې اړوند شتمنۍ چې کلونه کلونه په ناحقه کنګل شوې دي، آزادې شي، زیاته غوښتنه ده؟ زموږ وړاندیز چې په هرمز تنګي کې خوندي تګ راتګ وشي، آیا دا زیاته غوښتنه ده؟ آیا په سیمه او په لبنان کې د امنیت ټینګښت زیاته غوښتنه ده؟ نو موږ سخاوتمندانه وړاندیزونه کړي، نه یوازې د ایران د ګټو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره. دا ټول موارد باید د وړاندیزي طرحې په بحث کې شامل وای، خو له بده مرغه امریکایي اړخونه لا هم د اسرائیلي رژیم د جوړې شوې ذهنیت پر اساس ټینګار کوي.
هغه چین ته د ټرمپ د سفر په اړه څرګنده کړه: چین ته د ټرمپ سفر دوه اړخیزه دی او دا موضوع په دوی پورې اړه لري. چین زموږ له ستراتیژیکو شریکانو څخه دی چې موږ ورسره په دوامداره اړیکه کې یو، چینایان زموږ له دریځونو ښه خبر دي او ښه پوهیږي چې پر ایران تپل شوې جګړه یوه لنډمهاله موضوع نه ده، بلکې د امریکا له خوا د یو اړخیزتوب د زیاتوالي لپاره د نړیوال بهیر یوه برخه ده. د لویدیځې آسیا ثبات چین ته هم هغومره مهم دی، څومره چي مونږ لپاره اهمیت لري. زموږ چینایي ملګري ښه پوهیږي چې څنګه له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
بقائي د ایران په خلاف د امريکا د ادعا په هکله وويل: ايران ثابته کړې چې په سيمه کې يو مسؤل ځواک دی او همداراز موږ د زورواکي ضد يو. همدومره بس ده چې د ايران کړنو ته وګورئ. آيا موږ وو چې پوځونه مو واستول؟ آيا موږ دوه ځله د مذاکراتو په ترڅ کې ټرور ترسره کړی؟ تاسو د امريکا لاسوهنې ته په سيمه کې اشاره وکړه. د امريکا حضور په سيمه کې پخپله د تاوتريخوالو د بهیر د رامنځته کولو مثال دی.