د ایران اسلامي جمهوریت هماغه راز ډيپلوماسۍ ته پاې بند دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172960-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_هماغه_راز_ډيپلوماسۍ_ته_پاې_بند_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» په ایران باندې د وروستیو تیریو په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ لئو د اخلاقي دریځونو د قدرونې په ترڅ کښې د نړیوالې ټولنې لخوا د یوه منصفانه او د واقع بینانه کړچار د غوره کولو پرضرورت ټینګار وکړ
(last modified 2026-05-16T08:17:24+00:00 )
May 16, 2026 12:43 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت هماغه راز ډيپلوماسۍ ته پاې بند دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» په ایران باندې د وروستیو تیریو په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ لئو د اخلاقي دریځونو د قدرونې په ترڅ کښې د نړیوالې ټولنې لخوا د یوه منصفانه او د واقع بینانه کړچار د غوره کولو پرضرورت ټینګار وکړ

او د امریکا له خطرناکو او ماجره غواړو سیاستونو او غیر قانوني غوښتنو سره د نړۍ د  هیوادونو د مقابلې کولو غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د کاتولیکانو مشر ته په یوه پیغام کښې ولیکل:د امریکا او د اسرائیلو ورانکار کړچار او د هغوې ناروا حملې یوازې د ایران پرضد نه دي بلکې په نړیوال ډګر کښې د قانون د واکمنۍ، د نړیوالو حقوقو، د انساني ارزښتونو او د الهي دینونو د تعلیماتو پرضد دي او ښکاره خبره ده چې د دغه خطرناک کړچار لګښتونه د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت تل ثابته کړې ده چې د امریکا له حکومت سره  د مسائیلو د حل کولو لپاره سوله ئیزو لارو چارو او ډيپلوماسۍ ته پاې بند دی او د خبرو اترو میز او ډيپلوماسۍ ته د امریکا د حکومت له بیا بیا خیانتونو سره سره یې د پاکستان د مینځګړیتوب هرکلی کړی او په صادقانه اور حرفه اي ډول یې په اسلام اباد کښې خبرې کړي دي.

هغه وویل د امریکا د حکومت د غیر قانوني غوښتنو په مقابل کښې مقاومت کول د لوړو انساني ارزښتونو او د نړیوالو حقوقو د دفاع کولو او د مقاومت کولو په معنا دي.