سردار قاآني: د صمود بېړه د صهیونیستانو د رسوا کېدو لامل شو
May 21, 2026 12:20 Asia/Kabul
-
سردار قاآني
پارستودی- د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان په یوه پیغام کې، د «صمود» د بېرۍ لاسته راوړنې یې دوامداره وبللې.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار اسماعیل قاآني په یوه پیغام کې د دې په بیانولو سره چي د صمود د بېړۍ حرکت، د غربیانو تش په نامه د ازادیو د چل او دوکې دېوالونه ړنګ کړي دي، وویل: د صمود بېړۍ د صهیونیستانو فاشیزم رسوا کړ او فلسطین یې د نړیوالو د توجه مرکز ته راستون کړ.
سردار قاآنی دا هم وویل: د صمود بېړی ماته خوړلی صهیونیست رژیم یې په لا چټکتیا سره، نسکورتیا ته نژدې کړ.