اوربند ته د رسېدو لپاره د ایران د مرستو هرکلی کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174304-اوربند_ته_د_رسېدو_لپاره_د_ایران_د_مرستو_هرکلی_کوو
د لبنان ولسمشر جوزف عون وویل: مونږ له اوربند څخه ملاتړ کوو او په دې لړ کې د هر هیواد منجلمه د ایران له هڅو څخه هرکلی کوو.
(last modified 2026-06-18T02:08:48+00:00 )
Jun 18, 2026 06:35 Asia/Kabul
  • د لبنان ولسمشر
    د لبنان ولسمشر

د لبنان ولسمشر جوزف عون وویل: مونږ له اوربند څخه ملاتړ کوو او په دې لړ کې د هر هیواد منجلمه د ایران له هڅو څخه هرکلی کوو.

هغه زیاته کړه: د لبنان حکومت د مذاکراتو مسئولیت په غاړه لري او څوک یې ځایناستي  کېدای نه شي، هر ډول هوکړه چي وشي د دولت له طریقه به تر سره شي نه د دولت په کمزوري کولو سره.

عون جوته کړه: چي د سولې په برابر اندېښنه نه شته او څوک چي سوله کمزوره کوي د نورو د ویرولو او په واک کې د پاته کېدو په لټه کې ده.

د دوشنبې په ورځ د لبنان ولسمشر د ایران له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره په خبرو کې هیله ښودلې وه چي د ایران او امریکا تر مینځ روان تفاهم د شخړو د ختمېدو لامل شي.