د ایران ملي لوبډلې له ولس سره ځانګړی پیغام شریک کړ
د ایران د فوټبال ملي لوبغاړو د ۱۶۸ شمېرې په کارولو سره یو ځل بیا د میناب د پېښې د شهیدانو یاد تازه کړ.
دوی په خپل پیغام کې ویلي چې د لرغوني ایران له څو زره کلن تمدن څخه تر ننني متمدن ایران پورې، د ایران روحیه ژوندۍ او ټینګه پاتې شوې ده.
لوبغاړو ویلي چې دوی په ویاړ لاس انجلس ته ورغلي، په ځوانمردۍ یې سیالۍ ترسره کړې او له سرفرازۍ سره دغه ښار پرېږدي.
دوی د لاس انجلس له مېلمه پالنې او له هغو ټولو ایرانیانو مننه کړې چې د لوبو په ۱۸۰ دقیقو کې یې په ټول توان د ایران ملاتړ کړی دی.
همدارنګه یې د نړۍ د ټولو ملتونو ترمنځ د سولې، درناوي او دوستۍ هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه د بلجیم پر وړاندې ترسره کړه چې پرته له ګولونو مساوي پای ته ورسېده.
له دې مساوي وروسته ایران دوه امتیازه شو او لا هم د حذف پړاو ته د رسېدو چانس لري.