صفوي: دښمن د ایران دفاعي وړتیا کمزوري نکړي شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175094-صفوي_دښمن_د_ایران_دفاعي_وړتیا_کمزوري_نکړي_شوه
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لوړپوړي سلاکار، سید یحیی رحیم صفوي د ایران پر وړاندې د وروستۍ جګړې په اړه څرګنده کړه: امریکا او صهیونیسټي رژیم د اسلامي جمهوریت د کمزوري کولو، د کورني انسجام د ګډوډولو او د سیمې د معادلو د بدلولو په موخه دې جګړې ته ننوتل، خو د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.
(last modified 2026-07-13T01:16:15+00:00 )
Jul 13, 2026 05:40 Asia/Kabul
  • صفوي: دښمن د ایران دفاعي وړتیا کمزوري نکړي شوه

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لوړپوړي سلاکار، سید یحیی رحیم صفوي د ایران پر وړاندې د وروستۍ جګړې په اړه څرګنده کړه: امریکا او صهیونیسټي رژیم د اسلامي جمهوریت د کمزوري کولو، د کورني انسجام د ګډوډولو او د سیمې د معادلو د بدلولو په موخه دې جګړې ته ننوتل، خو د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې؛ سید یحیی رحیم صفوي پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم پوځي برید او د انقلاب د رهبر شهادت د دښمن تر ټولو لویه سټراټیژیکه تېروتنه وبلله او ویې ویل: دښمن نه یوازې خپلو موخو ته ونه رسېد، بلکې دغه اقدام د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ایران د ملت د پیوستون د زیاتوالي لامل شو.

د معظم رهبر لوړپوړي سلاکار د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې سره، دغه مراسم د معاصر تاریخ یو له تر ټولو لویو ولسي غونډو وبلل او زیاته یې کړه: په تهران، قم، مشهد، نجف او کربلا کې د ایران د خلکو پراخ شتون، د اسلامي انقلاب له ارمانونو سره د ملت د ژورې اړیکې ښکارندویي کوله او د نړۍ په رسنیو کې یې پراخ انعکاس درلود.

صفوي زیاته کړه: دغه ګډون وښودله چې د اسلامي انقلاب ټولنیزه پانګه لا هم ژوندۍ او خوځنده ده او د دښمن رواني عملیات او فشارونه نه دي توانېدلي چې دغه پیوند او اړیکه کمزورې کړي.

صفوي د ایران پر وړاندې د امریکا د وروستۍ جګړې سټراټیژیکو اغېزو ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه چې د عاشورا پاڅون د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو لپاره د الهام سرچینه شوه، د انقلاب د شهید رهبر او د دې لارې د نورو شهیدانو وینه به هم د نړۍ د ازادو ملتونو ترمنځ د مقاومت د روحې د پیاوړتیا لامل شي او اغېز به یې د ایران له پولو بهر وي.

د معظم رهبر لوړپوړي سلاکار د اوسنیو حساسو شرایطو په تېرېدو کې د خلکو رول ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څلورو لسیزو کې په ایمان، یووالي او د خلکو په شتون سره له ګڼو بحرانونو څخه تېر شوی او نن به هم د ملي انسجام په ساتلو، د کورني ځواک په پیاوړتیا او د مقاومت د روحې په دوام سره، له دې پړاوه په بریا سره تېر شي.