پزشکیان: د ایران له هر انچ خاورې به دفاع وکړو
Jul 15, 2026 11:52 Asia/Kabul
پارس ټو ډی – د ایران ولسمشر د امریکايي چارواکو د څرګندونو په نیوکې سره، ټینګار وکړ چې ایران به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر ډول ګواښ دفاع وکړي.
د پارس تودی د راپور له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تهران په مصلا کې د انقلاب د شهید رهبر د لوی درناوي مراسمو په څنګ کې، د امریکا د ولسمشر په څرګندونو غبرګون وښود او دا خبرې یې "بې ادبانه" وبللې او ویې ویل چې داسې څرګندونې د هغو د ویناوالو په شان کې دي او د ایران له خوا د مقابل ځواب وړ نه دي.
هغه ایران پرضد د دښمنانو ادعايي اهدافو ته په اشارې سره وویل: هغه کسان چې فکر یې کاوه کولی شي ایران تجزیه کړي، په عمل کې خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي او اسلامي جمهوریت به د خپل باور او عقیدې پر بنسټ، د ایران له هر انچ خاورې دفاع وکړي.
ټیګونه