صفوی: د مقاومت جبهه به د دښمن لپاره جبۍ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175194-صفوی_د_مقاومت_جبهه_به_د_دښمن_لپاره_جبۍ_شي
پارس تودی – د ټولو قواوو د قوماندان مرستیال او لوړ سلاکار وویل: د سیمې د جګړې پایله به پرته له شک د ایران او مقاومت محور په ګټه وي.
(last modified 2026-07-15T09:33:26+00:00 )
Jul 15, 2026 14:00 Asia/Kabul
  •  صفوی: د مقاومت جبهه به د دښمن لپاره جبۍ شي

پارس تودی – د ټولو قواوو د قوماندان مرستیال او لوړ سلاکار وویل: د سیمې د جګړې پایله به پرته له شک د ایران او مقاومت محور په ګټه وي.

د پارس تودی د راپور له مخې تورن جنرال  سید یحیی رحیم صفوی،له المیادین شبکې سره په مرکه کې د دې په بیانولو سره چې د مقاومت جبهه له ایران تر لبنان، مدیترانې بحیرې، هرمز تنګي، باب المندب او سور سمندر پورې غځېدلې ده، وویل: د مقاومت جبهه به د بهرنیو قدرتونو له حضور پرته د سیمې د سیاسي او امنیتي معادلو په جوړولو کې محوري رول ولوبوي.

تورن جنرال  صفوی د دې په ټینګار سره چې د مقاومت جبهه به یو ډنډ وي چې امریکا او صهیونیستي رژیم به پکې ډوب کړي، وویل: د سیمې د جګړې پایله به پرته له شک د ایران او مقاومت محور په ګټه وي.

هغه د لبنان حزب الله د لبنان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکی او مدافع وبللو او ویې ویل: د ایران او لبنان خلک، مسلمانان او مسیحیان، به په زړورتیا سره د خپلې خاورې دفاع وکړي.