روبیو ادعا وکړه:
واشنګټن له ایران سره د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی
-
د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د واشنګټن د یرغلګرو بریدونو او وعده خلافیو سربیره ادعا وکړه چې واشنګټن له ایران سره د خبرو او ډیپلماسۍ لپاره تیار دی.
د سياېناېن د راپور له مخې، روبیو فلیپین ته په یوې غونډې کې د ګډون لپاره تر روانېدو مخکې وویل: «امریکا تل د یوې ډیپلوماټیکې حل لارې لپاره چمتو ده. موږ څو ځله له ایران سره د خبرو هڅه کړې او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو. خوښ به شو که د خبرو اترو دروازه پرانیستل شي.»
هغه ادعا وکړه چې ایران لا هم د خبرو اترو او مذاکرې لپاره د لېوالتیا نښې لېږي، خو امریکا د ایران د چلند پر بنسټ غبرګون ښيي، او دغه چلند د کښتیو پر لور د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو توغول دي.
روبیو د سياېناېن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي څه به وشي، وویل: «زما په اند دا به د ایران لپاره ښه نه وي. د ایران اقتصاد د سقوط په حال کې دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې امریکا د اسلامآباد د تفاهملیک له نقض وروسته، د یکشنبې په شپه د نهمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران خپلو یرغلګرو بریدونو ته دوام ورکړي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سنتکام د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې د ایران پوځي قوماندانۍ، د هوايي دفاع او ساحلي څارنې مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او مخابراتي شبکې په نښه شوې دي.