د ایران د مذاکراتي ټیم مشر:
امریکا مو دوکه کولای نه شي
Jul 21, 2026 07:38 Asia/Kabul
-
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
پارس تودی-د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف د امریکايي چارواکو د بیداری په اړه په کنایې کې وویل چې امریکا په پرلهپسې ډول سیمې ته نوي پوځي تجهیزات لېږي، خو ادعا کوي چې د جګړې د درولو په لټه کې ده.
هغه د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په دې اړه لیکلي: امریکایان هره ورځ سیمې ته نوي پوځي تجهیزات راوړي او بیا ادعا کوي چې غواړي جګړه ودروي. داسې ښکاري چې زموږ هوښیارتیا یې د خپل محدود ذهن له مخې ارزولې ده.
د ایران د پارلمان مشر زیاته کړه: «موږ د امریکا د دغو ډول چلندونو په پېژندلو کې د بشپړې تجربې مرحلې ته رسېدلي یو او له همدې امله بشپړ چمتو یو. کړچار مو باید د ادعاوو تأییدوونکي وي، نه دا چې په خوله یو څه وایاست او په عمل کې بل کار کوئ.
ټیګونه