حقیقت په میدان کې دی، نه د امریکایانو په څرګندونو کې!
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان، علي عظمایي، ویلي: «د هرمز تنګي تړل شوی او حقیقت باید په میدان کې ولیدل شي، نه د امریکا د چارواکو په خبرتیاوو او څرګندونو کې.»
د سپاه د سمندري ځواکونو قوماندان ویلي، د هرمز تنګي په اړه د ایران کنټرول بشپړ او پرېکنده دی او د سپاه د سمندري ځواکونو له نظره هېڅ حرکت پټ نه پاتې کېږي.
په همدې حال کې، د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار محمد مخبر په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: «په سیمه کې د نوي نظم لپاره تر ټولو باثباته لاره د هرمز د چوکاټ پلي کول دي.»
هغه ټینګار کړی چې که د ایران شرایط ونه منل شي، د جګړې د تهاجمي کېدو په اړه د رهبر قطعي ستراتیژي به بې له شکه په نړۍ کې د ځواک معادلې بدلې کړي.
مخبر زیاته کړې: «د دې په ثابتېدو سره چې امریکا په خلیجي هېوادونو کې د خپلو متحدانو د ساتنې توان نه لري، په سیمه کې د نوي نظم لپاره تر ټولو باثباته لاره د واشنګټن له پوځي تضمین څخه خپلواک، د هرمز د اقتصادي ـ امنیتي چوکاټ پلي کول دي.»