آیتالله خاتمي: ایران تر ابده تسلیمېدونکی نه دی
پارستودی- د تهران د جمعې لمانځه خطیب، په ټینګار سره چې ایران به هېڅ وخت تسلیم نه شي، وویل: لکه څنګه چې د اسلام په سرکینیو وختونو کې پیغمبر اکرم ﷺ د اقتصادي جګړې په ډګر کې دښمن مات کړ، نن هم د جهاد او انفاق له لارې په دې ترکیبي جګړه کې د دښمن ماتول ممکن دي.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، د تهران د جمعې لمانځه خطیب ، آیتالله سید احمد خاتمي، وویل: دښمنان د ایران پر ملت د اقتصادي فشار د بریالي کولو لپاره لګښتونه کوي، خو په پای کې به پښېمانه شي؛ ځکه دوی به درک کړي چې د دوی اقدامات ماتې خوړلي او خپلو موخو ته نه دي رسېدلي، او په پای کې به له بدې اخروي پایلې سره هم مخ شي.
خاتمي زیاته کړه: لکه څنګه چې د اسلام د صدر دښمنان په اقتصادي جګړه کې مات شول، په اوسني عصر کې به هم د اسلام دښمنان په اقتصادي او پوځي جګړه کې ماتې وخوري.
آیتالله خاتمي په دوام کې د ستړیا نه منل د ایران د خلکو د شپنیو راټولېدنو د دوام یو لامل وباله او ویې ویل: البته د سپینې ماڼۍ احمق، ټرمپ، په پرلهپسې توګه د ایران د تسلیمېدو خبره کوي؛ خو باید د سپینې ماڼۍ دغه کاڼه واوري چېایران به هېڅ وخت تسلیم نه شي.