مسکو: ایران د بریکس د سیاسي اجنډا لومړیتوب دی
-
سرګي ریابکوف، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
پارس ټوډی- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په هند کې د بریکس له غونډې مخکې ویلي: د ایران پر وړاندې د امریکا د کړکېچ زیاتول او د فارس خلیج وضعیت د «بریکس» د غونډې تر ټولو بېړنۍ سیاسي مسئله ده.
د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف له تاس خبري اژانس سره د بریکس له غونډې مخکې په ډیلي کې په مرکه کې وویل: د ایران وضعیت او په ټوله کې د فارس خلیج وضعیت د بریکس د غړو لپاره تر ټولو بېړنۍ سیاسي موضوع ده.
هغه زیاته کړه: ښايي د مشرانو ترمنځ په خبرو او د وروستي سند د مسودې د چمتو کولو پر مهال دې موضوع ته ډېره پاملرنه وشي او دا مهال نه شم اټکل کولی چې پایله به یې څه وي.
د بریکس اتلسمه غونډه د سپټمبر په ۱۲مه او ۱۳مه (د وږي ۲۱مه او ۲۲مه) د هند په کوربهتوب ترسره کېږي.
برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا د بریکس بنسټګر دي او مصر، متحده عربي امارات، ایتوپیا، اندونیزیا او ایران هم ورسره یوځای شوي دي.
بریکس همداراز د شریکو هېوادونو په توګه ۹ هېوادونه لري، چې د وابسته غړو په توګه پکې بولیویا، کیوبا، بلاروس، مالیزیا، نایجیریا او قزاقستان شامل دي.