عراقچي: په چین کې مو بریالي خبرې اترې درلودلې
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر چین ته له سفره وروسته، په یوه پیغام کې دا سفر بریالی وبلله او ټینګار یې وکړ، ایران له چین سره ستراتیژیک ملګرتیا ته اهمیت او ځانګړی ارزښت ورکوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پنجشنبې په سهار، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په ۲۶مه، له چین څخه تر سفر وروسته په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ما په چین کې له خپلو شریکانو سره بریالۍ مشورې ترسره کړې. ایران هغې ستراتیژیکې ملګرتیا ته چې له چین سره مو د کلونو په اوږدو کې رامنځته او پیاوړې کړې ده، ځانګړی اهمیت او ارزښت ورکوي.
هغه پرېکړې چې نن کېږي، په سیمه کې به پر راتلونکي ستراتیژیک انډول اغېز وکړي او بېشمېره او پراخې اغېزې به له ځان سره ولري.»
د سولې څلور اصول چي ولسمشر شي جین پینګ مطرح کړي دي، ځانګړي اهمیت لري.