دفرانسې تیروتی سیاستونه دسورئې داوسنی بحران لامل شوی دی
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په یولړ څرګندونو کې دسورئې په باب دملګروملتو په امنیت شورا کې په وروستۍ غونډې کې دفرانسې دخارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې ، ټول ښْه پوهیږی چې فرانسه یو هغه هیواد دی چې دتیر وتو سیاستونو په غوره کولو سره ، په سورئې کې داوسنی لانجمن اواندیښمنونکی بحران درامینځةکیدا لامل شول او دفرانسې دخارجه وزیر وروستۍ څرګندونې غیر حقیقی او له تمې لیرې دی .
بهرام قاسمی وویل ، له هغو ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره دسیمې په هیوادونو کې دایران معنوی نفوذ کارول کیږی چې ، ځینی لودیځی هیوادونه په تیره بیا فرانسه پخپلو جنایتونو ښه خبر دی . هغه وویل لودیځی هیوادونه دې ددغې موضوع په درک کولو سره له ایرانه نه غواړی دغه نفوذ دې په نړۍ کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې دلومړنۍ کرښې دمبارزانو په ضد وکاروی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی روښآنه کړې،دفرانسې خارجه وزیر به دسیمې دسیمې په وروستیو څولسیزو کې دبدلونونو او په تیره بیا دایران په ضد په تپلی جنګ کې دصدام تریګر رژیم په وسلو سبنالولو او دهغه په څیر له جنایتکارو په ملاتړ او دکویت په نیواک کې پر پاریس دواکمن د وخت ځینو واکوالانو درول په مطالعه کولو سره ، دجنګی جنایتکارو او دنړۍ اوسیمې دتاؤتریخجنو او ترهه ګرو دنننیو ملاتو روښانه انځور ووینی .