اسلامی ایران په سیمې کې بې ثباتی نشی زغملی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i31159-اسلامی_ایران_په_سیمې_کې_بې_ثباتی_نشی_زغملی
دایران داسلامی جمهوریت د دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې په سیمې کې امنیت اوثبات داسلامی ایران لپاهر دیر مهم وباله او زیاته ئې کړه ، ایران په سیمې کې د بې ثباتۍ دودونکو عواملو په مقابل کې کلک دریږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2016 12:34 Asia/Kabul
  • اسلامی  ایران  په سیمې کې بې ثباتی نشی زغملی

دایران داسلامی جمهوریت د دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې په سیمې کې امنیت اوثبات داسلامی ایران لپاهر دیر مهم وباله او زیاته ئې کړه ، ایران په سیمې کې د بې ثباتۍ دودونکو عواملو په مقابل کې کلک دریږی .

 سردار دهقان    د سورئې دبحران دحل لپاره   له سورئې اوروسیې سره  دایران   دملګرتیاؤ پر دوام  په ټینګار سره  روښانه کړې ، تر هغه وخته چې  سیمې ته امنیت ستون شی ،  اسلامی ایران  به  له ترهه ګرۍ سره  مبارزې  او  دترهه ګرو اوافراط پالو ډلو    د له مینځه وړونکی بهیر کې  دسورئې له ملت او حکومت سره ټینګ ولاړ وی . 

 داپه داسې حال کې دی چې    د سورئې دشخړې دحل په باب  دایران اوسورئې دسیاسی  کمیټې  دغونډې دترسره کیدا لپاره د سورئې مرستیال خارجه وزیر  فیصل مقداد هم تهران ته راغلی اوپه دې باب  ئې دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره لیده کاته کړی دی

  اسلامی ایران    دسورئې  دبحران یوازینۍ حل لاره  د  سوریاوالو پخپل مینځ   خبرې اترې اوسیاسی تعامل  ګڼی  او د دغې شخړې حل لاره هیڅکله هم پوځی   لاره نه ده بلکې دغه شان کړنې  په سیمې کې تاؤتریخوالی او شخړې  نوره هم زیاتوی  چې دا داستکبار اواستعمار یوه  مخکینۍ هیله ده