ښاغلې ظریف وایی د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i38716-ښاغلې_ظریف_وایی_د_سوریې_کړکیچ_پوځی_حل_لاره_نلری
ترهه ګری پوله نه پیژنی او هیڅوک د افراط پالنې په ملاتړ سره حتی د لنډ وخت ګټه هم نشی درلودلې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 19, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • ښاغلې ظریف وایی د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری

ترهه ګری پوله نه پیژنی او هیڅوک د افراط پالنې په ملاتړ سره حتی د لنډ وخت ګټه هم نشی درلودلې .

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف  په ډیوس کې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په غونډه کې د سوریې په موضوع داستانه د غونډې په اړه ټینګار وکړ هغه درست هیوادونه چی د استانه په غونډه کې شتون لری او څه هغه هیوادونه چی په نوموړی غونډه کې شتون نلری باید په دې زمینه کې له سیالۍ په ډډې کولو سره د وینې بهیدنې د ختمولو او سوریاوالو ترمینځ د خبرو په شمول د نورو اړخونود پرمخ بوتلو لپاره هڅه وکړی . ښاغلی ظریف په دې په ټینګار سره چی ایران په سیمه کې له ثبات او ارامښت سره دلچسپۍ لری زیاته کړه هغه څه چی ایران ، روسیه او ترکیه یې په سوریه کې د غمیزې د ختمولو لپاره  راغونډه کړل ، دا دی چی ترهه ګری پوله نه پیژنی او هیڅوک د افراط پالنې په ملاتړ سره حتی د لنډ وخت ګټه هم نشی درلودلې .

د ایران خارجه وزیر په سیمه کې د عربستان له سیاستونو په ګله مندۍ سره جوته کړه له عربستان د خلې خبرې ډیرې اوریدل شوی دی ، په داسې حال کې چی هیڅ دلیل نشته چی دواړه هیوادونه یوه بل پرضد غلیمانه سیاستونه ولرلې شی او د سیمې په راتلونکی کې د ثبات لپاره ملګرتیا درلودلې شی .

د ایران خارجه وزیر همداراز له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادی اړیکو په سپړلو کې زیاته کړه له واشنګټن سره له سیاسی اختلافاتو سره سره د ایران دروازه حتی له امریکا سره هم د اقتصادی اړیکو لپاره خلاصه ده .