ښاغلی ظریف وویل برجام د ایران ضد اقتصادی بایکاټونولغوه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i39281-ښاغلی_ظریف_وویل_برجام_د_ایران_ضد_اقتصادی_بایکاټونولغوه_کړل
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف نن زیاته کړه هغه څه چی برجام وکولې شول ترسره کړی ، دا وو چی د ایران ضد هغه اقتصادی خنډونه چی تر یوه حده یې ایټمی موضوع سره ارتباط درلود ، ختم کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2017 16:14 Asia/Kabul
  • ښاغلی ظریف وویل برجام د ایران ضد اقتصادی بایکاټونولغوه کړل

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف نن زیاته کړه هغه څه چی برجام وکولې شول ترسره کړی ، دا وو چی د ایران ضد هغه اقتصادی خنډونه چی تر یوه حده یې ایټمی موضوع سره ارتباط درلود ، ختم کړل

ځکه چی د ایران دوسیه د ایټمی موضوع په پلمه امنیت شورا ته وړاندی شوی وه او ایران پرضد بایکاټونه ډیر سخت اعمالیدل .

ښاغلی ظریف د برجام یو بریالیتوب د ایران په وړاندې د نړیوالې فضا ارامول وبلل او جوته یې کړه چی برجام له جدی خطرې سره مخامخ ندې .

ښاغلی ظریف دې ته په اشارې سره چی امریکا په برجام کې ډیر ټکی منلی دی زیاته کړه په امریکا کې یو شمیر باوری دی چی ایران حتی د سانټری فیوج یوه اله هم ونلرلې شی او په ایټمی خبرو کې تر وروستۍ وروځې پورې باوری وو چی ایران باید د درندو اوبو ریکیټر ونلرلې شی او ویلی یې وو چی امریکا لپاره بایکاټونه ستره پانګه ده خو د برجام په اجرا سره یې دغه درست له لاسه ورکړل .