اسلامی ایران له اروپائي اتحادئې سره دملګرتیا پراختیا ته هوډ لري .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40821-اسلامی_ایران_له_اروپائي_اتحادئې_سره_دملګرتیا_پراختیا_ته_هوډ_لري_.
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن مازدیګر په تهران کې دلوګزامبرګ له خارجه وزیر ژان اسلبرن سره په کتنې کې دجامعې ایټمي موافقې ته په اشارې سره وویل ، له برجام پروګرام اجرا وروسته دایران او اروپائي هیوادونو ترمینځ داړیکو دپراختیا لپاره د تمې وړ لرلیدونه رامینځة کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 13, 2017 15:25 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران له اروپائي اتحادئې سره  دملګرتیا پراختیا ته هوډ لري .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن مازدیګر په تهران کې دلوګزامبرګ له خارجه وزیر ژان اسلبرن سره په کتنې کې دجامعې ایټمي موافقې ته په اشارې سره وویل ، له برجام پروګرام اجرا وروسته دایران او اروپائي هیوادونو ترمینځ داړیکو دپراختیا لپاره د تمې وړ لرلیدونه رامینځة کړي دي .

جواد ظریف  همداراز  دلوګزامبرګ او ایران  داړیکو د پراختیا لپاره لازمه زمینه  پانګونه  وبلله او   له لوګزامبرګ سره ئې دبانکي ملګرتنیاؤ لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .

 دلوګزامبر ګ  خارجه وزیر  ژان سلبورن   هم په دغې کتنې کې هیله ښودلې ،   دپانګونې  په زمینې کې دملګرتیاؤ   تفاهم لیک  او د دواړو هیوادونو ترمینځ له زیاتو مالیاتو اخستو دډډه کونې  دملګرتیا  موافقه   لاسلیک شي

   هغه همداراز وویل ،   دلازمو زمینو  په بڼه کې  باید  دهوائي چلند  اوټرانسپورټ  دملګرتیاؤ په زمینې کې  دایران او لوګزامبرګ   خبرې اترې پیل شي .

  د لوګزامبرګ خارجه وزیر   دغه راز   په اقتصادي ،  ټيکنالوجیکي اطلاعاتو ، بانکي ملګرتیاؤ   په برخو کې  له ایران سره دملګرتیا  لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړ .  دلوګزامبرګ خارجه وزیر  دخپل ایراني همڅنګ  په بلنې سره  دیوه لوړپوړي سیاسی پلاوي په مشرۍ   په دوه ورځني سفر  تهران ته راغلی دی .

داپه داسې حال کې دي چې  دایران دملی امنیت دلوړې شورا  منشي علی شمخاني  هم  دلوګزامبرګ له خارجه وزیر سره په کتنې کې په سیمې په تیره بیا  په یمن کې  دبې دفاع ماشومانو اوښځو  په ضد د سعودي عربستان  دجنایتونو  او د دغه بې وزله  هیواد بیخ بینائي تاسیساتو  اوسرچینو په له مینځه وړلو  کې د دآل سعود رژيم  دغیر انساني اقداماتو  په  وړاندې د بشری حقوقو  دنړیوالو ادارو په تیره بیا د اروپائي اتحادئې د اړونده ا ورګانونو  چپتیا  ته په اشارې سره  ویلی دي   دیمن دشخړې  په باب  داروپائي اتحادئې  رول لوبول او  او دغه راز دسعودي عربستان درژیم له خوا د یمن دولس د بې رحمه  وژلو دمخنیوي  لپاره د  نړیوالو  ا ورګانونو اوحکومتونو  جدي  غبرګونونه  دوخت ضرورت دی  او نړیواله ټولنه باید  دجتایتکارو او ترهه ګرو اوترهه ګرۍ په ضد  هراړخیز اقدامات  وکړي .