صهونیسټ وحشي رژيم هیڅ نړیوالومقرراتو او قانون ته پابند نه دی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i41328-صهونیسټ_وحشي_رژيم_هیڅ_نړیوالومقرراتو_او_قانون_ته_پابند_نه_دی_.
زمونږخبریال رآپور راکړ دایران دخارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې دسیمې اونړیوال امنیت لپاره داسرائيلو د ایټمي ګواښ او په میونیخ امنیتي غونډې کې دصهونیسټ رژیم دایټمی وسلو دارزونې دبحث دپیکه کیدو په باب دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل ، صهونیسټ رژیم دسیمې او له سیمې دبهرو هیوادونو دجدي انديښنې لامل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2017 14:23 Asia/Kabul
  •   صهونیسټ وحشي رژيم هیڅ  نړیوالومقرراتو او قانون ته پابند نه دی .

زمونږخبریال رآپور راکړ دایران دخارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې دسیمې اونړیوال امنیت لپاره داسرائيلو د ایټمي ګواښ او په میونیخ امنیتي غونډې کې دصهونیسټ رژیم دایټمی وسلو دارزونې دبحث دپیکه کیدو په باب دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل ، صهونیسټ رژیم دسیمې او له سیمې دبهرو هیوادونو دجدي انديښنې لامل شوی دی .

 قاسمي  روښآنه کړې ،  د صهونیست رژیم ایتمي  وسلو  موضوع تل    په نړیوالو غونډو کې  دایران او  په نړیوالې ټولنې کې  دنورو هیوادونو په ایجنډا کې   شامله ده ،   ،خو یوې جدي  اوکلکې ارادې ته  اړتیا لري څو  صهونیسټ رژیم  دایټمي  وسلو ختمولو ته  مجبور کړي .

  دایران دخارجه وزارت ویندوي  دفلسطین  له انتفاضې  څخه دملاتړ  دشپږم نړیوال کنفرانس په یادولو سره  چې سبا  په تهران کې دنړۍ  د  اتیاؤ  هیوادونو دپلاؤ په شتون سره  ترسره کیږي ، هم وویل ،   په دغې غونډې کې  دصهونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د دوام په  شمول  نوره مهمې موضوعګانې  مطرح کیږي ..

 هغه  همداراز  په میونیخ  امنیتي کنفرانس کې  دسیمې دځينو هیوادونو دچارواکو  دڅرګندونو په باب  هم وویل ،   په دغه کنفرانس کې  دایران په ضد له نارواؤ څرګندونو  سره سره،   د ایران اسلامی جمهوریت هماغه راز  په سیمې  کې  پرسولې ، امنیت او ثبات  مشتمل  خپل رغنده سیاست ته دوام ورکوي  او د بد  اخلاقیو او  متقابل  اقدام  لپاره به مخکښ نشي .

 بهرام قاسمي ددې خبرې په کولو سره  چې   هغه دریځ چې  په میونیخ  کې  دځينو هیوادونو په وسیله  غوره شوی ،  تکراري دریځونه دي ، روښانه کړې، هغه کسان  چې ناسنجول شوي  خبرې کوي ،  دخپلو څرګندونو نتیجو ته دې   لازیات دقت وکړي  او پوه دې شي  چې  دایران  صبر هم  حد او حدود لري .

 د ایران دخارجه وزارت ویندوي  په میونیخ  امنیتي کنفرانس کې   دترکیې دخارجه وزیر  دڅرګندونو په باب  هم وویل ،  دترکیې ګډوډ او سربداله  حالات لامل شوي چې   د دغه هیواد  ځيني سیاستوالان  ګډوډ چلندونه او  خبرې کوي  او  په زیات احتمال سره  ئې دخپلو غلطو سیاستونو پر نتیجو فکر نه دی کړی  او پر نورو دخبرو د تپلو هڅې کوي  . هغه همداراز   دافغانستان د سولې  په خبرواترو  کې دګډون لپاره  ماسکو ته د ایران دخارجه وزارت دمرستیال خارجه وزیر ابراهیم رحیم پور دسفر په باب  هم وویل ،  دسیمه ایزو  شخړو اومسئلو د حل لپاره  دسیمې او نړۍ په سویه ډيرې غونډې ترسره کیږي  او  هغې خاص مخینې او شرائطو ته په پام سره  چې  دافغانستان  او ایران  په اړیکو کې شته ،  اسلامی ایران  دماسکو په غونډې  کې ګډون درلود.