ټول لوري دې د جامعې ایټمي موافقې اجرا ته ژمن ووسي .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یو کیا آمانو پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې ویلی دي دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ جامعه ایټمي موافقه پخپل ځاي تل پاتې ده .
یوکیا آمانو ټينګار کړی ، د ایران اسلامی جمهرویت جامعې ایټمي موافقې ته تر دې دمه پابند دی .
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دمشر په وینا، دغه موافقه له تمو هم تر ډيره حده پیاوړي ده او دجامعې ایټمي موافقې په ځاي به دبلې حل لارې موندل ډير مشکل وي .
آمانو ټينګار کړی دغه موافقه دوه اړخیزه موافقه نه ده او له درستې نړیوالې ټولنې سره شوي یوه هراړخیزه موافقه ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له دې مخکې مدعي شوي ؤ چې سپینې ماڼۍ ته په رسیدو سره به جامعه ایټمي موافقه وشلوي .
دایران داسلامی جمهوریت اړونده چارواکو هم تل ویلی دي ، دامریکا له کارړنګونو سره ورته مقابلې ته تیار دی او دجامعې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ اجرا ته د لورو پابند کیدا یوه لازمي چاره ده .