اسلامی ایران دسیمې دهیوادونو پیاوړی اوقدرتمند ورور هیواد دی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i42100-اسلامی_ایران_دسیمې_دهیوادونو_پیاوړی_اوقدرتمند_ورور_هیواد_دی_.
زمونږخبریال راپورر اکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا...سید احمدخاتمي دجمعې لمانځه په خطبو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت د سیمې دهیوادونو یو قدرتمند ورور دی، وویل ، داسلامی ایران اقتدار د دغو هیوادونو د ثبات دلارې مشال دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2017 12:19 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دسیمې دهیوادونو پیاوړی اوقدرتمند ورور هیواد دی .

زمونږخبریال راپورر اکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا...سید احمدخاتمي دجمعې لمانځه په خطبو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت د سیمې دهیوادونو یو قدرتمند ورور دی، وویل ، داسلامی ایران اقتدار د دغو هیوادونو د ثبات دلارې مشال دی .

 هغه دامریکا داوسني جنجاليولسمشر ډونالډ ټرمپ  واک ته له رسیدو وروسته  په سیمې کې  له ایرانه  دویرولو د  بهیر زیاتیدا ته په اشارې سره  وویل ، دسیمې  دهیوادونوواکوالان دې پوه شي ، چې  امریکا   له هغو یوازې په  ناسمې استفادې  پسې ده  او  دعراق د نسکور شوي  صدام دیکتاتور په شان به   دوي هم څنګة کړي .

 دتهران  دجمعې لمانځه خطیب  همداراز  دې ته په اشارې سره چې  امریکا  دسیمې دهیوادونو په ویشلو پسې ده ، روښآنه کړه ،  دسیمې هیوادونه  باید  دامریکایانو  پردغې فتنې  خپلې سترګې پټې نه کړي  اوځير دې ورته ووسي .

 سید احمد  خاتمي  همدراز زیاته کړې ،  که ایران  نه وائ ،نو اوس به  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په عراق ،سورئې اولبنان کې  حکومت جوړ کړی وائ

 دتهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز  په دې په ټينګار سره چې   په سورئې کې  دالوت دمنع کونې  سیمې  له جوړیدا دامریکا اودهغې دمتحدانو  موخه  دکډوالو دیره کول نه دي روښآنه کړه ،  لویدیځوال  دسورئې  دویشلو په موخې سره  په دغې سیمې کې  ترهه ګرو ته  په پناه ورکولو پسې دي .