داسلامی ایران انتخابات آزاد،سالم دیموکراټيک اودسیالیو په اساس دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i42412-داسلامی_ایران_انتخابات_آزاد_سالم_دیموکراټيک_اودسیالیو_په_اساس_دي
داسلامی ایران ولسمشر وویل ، کله په انتخاباتو کې د ایران دولس کابو له اویاؤ تر درو اویاؤ فی صدو پورې وړتیالرونکي رائ ورکوي ، نومعلومه ده چې ولس پر دغو انتخاباتو اعتقاد لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2017 11:10 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران  انتخابات  آزاد،سالم دیموکراټيک اودسیالیو  په اساس دي

داسلامی ایران ولسمشر وویل ، کله په انتخاباتو کې د ایران دولس کابو له اویاؤ تر درو اویاؤ فی صدو پورې وړتیالرونکي رائ ورکوي ، نومعلومه ده چې ولس پر دغو انتخاباتو اعتقاد لري .

  زمونږخبریال راپورراکړ  دایران  داسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحاني نن  په تهران کې درهبرۍ دخبرګانو دشورا  دپنځم پړاؤ  په دوهمې  غونډې کې   له  ګډون وروسته   زمونږخبریال سره په خبرو  کې د امریکائي چارواکو   دادعاګانو په غبرګون کې  وویل ،  په ایران کې  انتخابات سالم ، آزاد،  ډيموکراټيک او د غوره سیالیو په اساس کیږي او هغه کسان چې   پردغو انتخاباتو نیوکې کوي ، باید  په   هغو  انتخاباتو او  مسئلو فکر وکړي چې  ورسره لاس اوګریوان دي .

 ډاکټر روحاني   دغه راز وویل ،  دامریکا د ۲۰۱۶کال  پر انتخاباتو  دواړو لورو اعتراضونه کول  او دامریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هم   له ټاکل کیدو مخکې دانتخاباتو پر شفافیّت  شک درلود،  پر دې اساس  امریکایانن باید  خپلو انتخاباتو ته لازیات  پام  وکړي او سسټم ئې اصلاح کړي .

   داسلامی ایران  ولسمشر   وویل ،  کله   په انتخاباتو کې د ایران      دولس کابو  له اویاؤ  تر درو اویاؤ فی صدو پورې   وړتیالرونکي  رائ  ورکوي ،  نومعلومه ده چې   ولس پر دغو انتخاباتو  اعتقاد لري .

  هغه  دایران درهبرۍ  دخبرګانو شورا   د  ایران په اسلامی جمهوری نظام کې  یو مهم رکن  وباله او روښانه ئې کړې ،  که څه هم  د دغې شورا اصلي کار  درهبرۍ ټاکل دي ،خو   د خبرګانو دشورا غونډې ترسره کیدا  دایران دولس  داعتماد اوامیدونو  لامل   ده .