ایران د اسلامی وحدت ملاتړې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i43156-ایران_د_اسلامی_وحدت_ملاتړې_دې
ښاغلی محمدی وویل د ځینو دروغجنو او هدایت شویو تبلیغاتو په اپوټه ایران په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچی دې او په درستو اسلامی هیوادونو کې د شیعه او سنی ترمینځ په وحدت پسې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2017 01:30 Asia/Kabul
  •  ایران د اسلامی وحدت ملاتړې دې

ښاغلی محمدی وویل د ځینو دروغجنو او هدایت شویو تبلیغاتو په اپوټه ایران په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچی دې او په درستو اسلامی هیوادونو کې د شیعه او سنی ترمینځ په وحدت پسې دې .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اوقافو او خیریه چارو ادارې مشر  علی محمدی جوته کړه په کلتوری اړخ کې  د اسلامی ایران سیمه ایز سیاست د اسلامی امت له وحدت ملاتړ دې .

ښاغلی محمدی وویل د ځینو دروغجنو او هدایت شویو تبلیغاتو په اپوټه ایران په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچی دې او په درستو اسلامی هیوادونو کې د شیعه او سنی ترمینځ په  وحدت پسې دې .

ښاغلی محمدی زیاته کړه د ایران د اسلامی جمهوریت ستر بنیسټ ګر حضرت امام خمینی رح ، د رهبرۍ ستر مقام او درست ایرانی مسولان تل په اسلامی نړۍ کې د وحدت جارچیان دی .

علی محمدی په دې په ټینګار سره چی د داعش په شمول ترهه ګرې ډلې د اهل سنتو استازی ندی جوته کړه د اهل سنتو پیژندل شویو عالمانو له دغو ډلو د برایت اعلان کړی دی .

ښاغلی محمدی د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت د لیدتوګې او بهیر مدافع وباله او ویې ویل چی دا بهیر او لیدتوګه په شیعه ډلو پورې  نه محدودیږی بلکې د اهل سنتو ډیرې ډلې او فعالان هم پکې شامل دی .