ایران ۵۰۰ افغان محصلینو ته سکالر شپونه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i43376-ایران_۵۰۰_افغان_محصلینو_ته_سکالر_شپونه_ورکوی
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویندوی وویل اسلامی ایران افغان محصلینو لپاره ۵۰۰ بورسیې یا سکالر شپونه نهایی کړی او له سږ کاله به اجرایی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2017 11:37 Asia/Kabul
  • ایران ۵۰۰ افغان محصلینو ته سکالر شپونه ورکوی

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویندوی وویل اسلامی ایران افغان محصلینو لپاره ۵۰۰ بورسیې یا سکالر شپونه نهایی کړی او له سږ کاله به اجرایی شی .

د ایرنا له راپور سره سم فیصل امین زیاته کړه افغان محصلین به له دغه سکالر شپ د استفغادې لپاره د دواړو هیوادونو د ګډ پلاوی په شتون کې په یوه امتحان کې ګډون وکړی .

 حاضر دمه  په کابل پوهنتون کې ۱۵ محصلین د ډاکټریټ په سویه ، ۵۰۰ محصلین د فوق لیسانس او اته ویشت زره محصلین هم د لیسانس په سویه  په زده کړو بوخت دی .

د درست افغانستان په دولتی پوهتونونو کې ۷۱ زره محصلین په زده کړو بوخت دی چی ۲۱ فیصده پکې انجلۍشاملې دی  .

د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغان ولس په څنګ کې دریدلې دې  او اوس هم د افغانستان د د متخصصانو د تازه نسل په روزولو کې اغیزمن رول لوبوی .

د رهبرۍ ستر مقام هم په  وروستیو کې حکم ورکړ چی درست افغان ماشومان د اسلامی ایران په دولتی ښونځیو کې ثبت نام شی چی دا یوه ستر او تاریخی فیصله ده .